د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

قدیر: د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۵۰ ایغوري کورنۍ مېشتې دي


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، په ننګرهار کې له داعش سربېره بېلابېلې بهرنۍ وسله والې ډلې فعاله دي او هسکې مینې ته پنځوس ایغوري کورنۍ هم راغلي دي.

ظاهر قدیر چې د دوشنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل، داعش یوه نړیواله او خطرناکه پروژه ده چې له منځه وړل یې اسان کار نه دی او پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي.

ښاغلي قدیر ادعا وکړه چې افغان حکومت د داعش په وړاندې په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی.

دی وايي:

"موږ د هسکې مینې په نامه یوه ولسوالۍ لرو چې دا مهال پنځوس د ختیځ ترکستان ایغور کورنۍ په کې میشتې دي، له موږ سره یوازې د ولسوالیو چاردیوالونه دي، ولې دا خبره څوک نه قبلوي، حکومت تعرض کوي داعش سیمه پریږدي غره ته تښتي، حکومت چې دوه شپې تېرې کړي داعش بېرته پخوانیو سیمو ته ستنیږي تر اوسه یو قدم هم پرمختګ نه دی شوی، یوه سیمه هم ورنه نه ده نیول شوې."

ولسمشر غني: راتلونکو څو اوونیو کې به د داعش بنیاد ختم کړو
ولسمشر غني: راتلونکو څو اوونیو کې به د داعش بنیاد ختم کړو

ښاغلي قدیر که څه هم ونه ویل چې د ایغور کورنۍ په ننګرهار کې څه ګواښونه رامنځ ته کړي خو وايي چې داعش یوه منظمه نړیواله لوبه ده چې دا مهال یې له ننګرهار سربېره نورو ولایتونو ته هم لمن پراخه شوې ده.

شاوخوا ۱۶میاشتې وړاندې داعش وسله والو د شینوارو په ولسوالیو کې سر راپورته او په کمه موده کې یې خپل فعالیت اچین، سپین غر، نازیان، هسکې مینې، کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ته پراخ کړ.

ولسمشراشرف غني د جمعې په ورځ په ختیځه سیمه کې مېشت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ته تللی و او هلته يې په خبري ناسته کې په څو اوونیو کې د داعش د بنيادي ختمېدو خبر داری ورکړ.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر چې تازه له ننګرهار ولایته راستون شوی وایي، په لنډ وخت کې د داعش ډلې لمنځه وړل امکان نه لري او د بشپړې لمنځه وړلو لپاره باید پریکنده او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

بل لورته د افغانستان دفاع وزارت په ننګرهار کې د داعش په ګډون د بهرنیو جنګیالیو شتون مني خو ټینګار کوي چې دغه وسله وال یې په ننګرهار کې ځپلي او د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې لازم تدابیر نیول شوي دي.

وزیري: هڅه مو دا ده چې داعش ډله ژر له منځه یوسي
وزیري: هڅه مو دا ده چې داعش ډله ژر له منځه یوسي

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل هڅه یې دا ده چې داعش ډله ژر له منځه یوسي او سیمه د هغوی له شتون څخه پاکه کړي.

وزیري وايي:

"له داعش سره ډیری بهرنیان دي چې په هرو لسو کسانو کې پنځه، شپږ او اووه تنه یې بهرنیان دي، په شینوارو ولسوالیو کې د داعش ملا ماته شوې ده، یوازې په هسکه مینه، نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو کې شته دي، موږ پریکړه کړې چې موږ به د دوی پر وړاندې عملیات کوو او هڅه مو داده چې عملیات ژر ختم کړو، که په یوه اوونۍ که په دوه اوونیو او ان که په درېیو اوونیو کې و، خو زیات کوښښ کوو چې سیمه د دوی له شتون څخه پاکه کړو."

په ننګرهار کې د داعش د له منځه وړو ژمنې پخوا هم شوي دي، خو د ننګرهار د چارواکو په حواله لا هم دغه ډله فعاله ده او کله نا کله یې راډيویې خپرونې هم اوریدل کیږي.

دا چې د داعش په وړاندې روان عملیات او په دې برخه کې د ولسمشر تازه خبرداری به څومره دداعش په ځپلو کې ګټور تمام شي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG