د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

چارواکي: افغانستان کې د داعش ډلې جنګيالي د پاکستان اتباع دي


نيويارک ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې د افغان قواوو پر تلفاتو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د وژل شويو افغان امنيتي ځواکونو له کورنيو سره د ولسمشر د خواخوږۍ پر ټليفوني تماسونو تمرکز شوى او د محمد اشرف غني هغه وينا يې رااخيستي چې يوې دغسې کورنۍ ته يې ويلي: "ستاسو ځوان د وطن ساتنې په لار کې سر ورکړى، موږ يې ټول منندوى يو."

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د وژل شويو پوځيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ تماسونه په نړۍ کې هر ملي رهبر ته سخت کار دى، خو ښاغلى غني مجبوره دى هره ورځ د خواخوږۍ په لسګونو دغسې تماسونه ونيسي، چې دا به يې پر اوږو تر ټولو دروند بار وي.

نيويارک ټايمز ليکي، په ٢٠١٥م کال يعنې د ولسمشر غني د واکمنۍ په اول کال کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيات تلفات واوښتل، چې شا و خوا ٦٠٠٠ افغان امنيتي پوځيان ووژل شول.

د ورځپاڼې په حواله افغان او امريکايي چارواکو ويلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرته سږکال دغه شمېر تر دې لا زيات دى.

نيويارک ټايمز ليکي، وروسته له هغې چې ولسمشر د خواخوږۍ يو دغسې تماس ونيوه، بيا د سردار محمد داود خان روغتون ته لاړ او هلته يې په هلمند کې د ټپي شويو پوځيانو د حال پوښتنه وکړه.

بزنس سټنډرډ:

هندۍ ورځپاڼې بزنس سټنډرډ تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: چارواکي وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې جنګيالي د پاکستان اتباع دي.

د ورځپاڼې په حواله، د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ چارواکو ويلي، په سيمه کې د داعش زيات جنګيالي پاکستانيان دي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) تر قوماندې لاندې فعاليت کوي.

ورځپاڼې د چارواکو دا څرګندونې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، په دې ولسوالۍ کې نور سخت دريځي وسلوال عربان، روسان، تاجکستانيان او چيچنايان دي.

د بزنس سټنډرډ په حواله داعش وسلوالو په کوټ ولسوالۍ کې ګڼ کورونه سوځولي او ٥٠٠ کورنۍ له دې ولسوالۍ نورو سيمو ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، تر ١٥٠ زيات داعش جنګيالي دا مهال په سيمه کې له ٦٠٠ دولتي پوځيانو سره په جګړه بوخت دي.

محلي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي، د کوټ ولسوالۍ ٣٠ فيصده خاوره د داعش په کنټرول کې ده، خو د دې سيمې خلک لا هم راتلونکي او سوله ييز ژوند ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG