د ننګرهار چارواکي وايي، ډېر هغه وسله وال چې د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش په لیکو کې جګړه کوي پاکستانیان دي او د پاکستان د استخباراتي ادارې په قومنده جنګیږي.
افغان چارواکي همدارنګه ادعا کوي چې د داعش وسله وال د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې تر مستقیمې قومندې لاندې په ننګرهار کې فعالیت کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ډېرکله د اچین په ولسوالۍ، د کوټ په اړوند سیمو او یا په هسکه مېنه کې چې کله د داعش وسله وال وژل کیږي او اسناد ترې تر لاسه کیږي، یا کله چې ژوندي نیول کیږي او اسناد یې څرګندیږي، د کرښې د اغاړې د اورکزیو د ایجنسۍ اوسیدونکي وي.زموږ استخباراتي معلومات هم څرګندوي چې د داعش ډېر وسله وال له پاکستانه را اوښتي او دلته جنګیږي."
پاکستاني چارواکو تل دا تورونه چې ګوندې افغانستان ته د جګړې لپاره وسله وال استوي رد کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل چې په ننګرهار کې د داعش د وسله والو ترمنځ د تاجکستان اتباع هم شته چې په پاکستان کې تر روزنې وروسته افغانستان ته اوښتي دي.
"له نورو بېلابېلو هېوادونو لکه تاجکستان او نورو څخه لومړی دا سخت دریځې پاکستان ته ځي، هلته د داعش په لیکو کې جذبیږي او تر پوځي روزنې وروسته افغانستان ته راغلي دي."
د ننګرهار د والي ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې یو شمېر نړیوالو رسنیو هم د ننګرهار د چارواکو له خولې ویلي چې د کوټ ولسوالۍ په سلو کې دیرش سیمې د داعش په واک کې دي.
په نړیوالو رسنیو کې هم د داعش د وسله والو په منځ کې د بهرنیو وسله والو د حضور خبره شوې ده.
یو شمېر رسنۍ د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو له خولې وايي چې د داعش په وسله والو کې د عربي هېوادونو، روسیې، چیچنیا او تاجکستان اتباع شامل دي چې په ننګرهار کې فعالیت کوي.
اخوا په تېرو څو ورځو کې د افغانستان امنیتي ادارې په پرلپسې توګه په ننګرهار کې د پوځي عملیاتو او په عملیاتو کې طالب او داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتې راپورونه ورکوي. خو ځايي خلک وايي تراوسه یې د روانو عملیاتو پریکنده اغیزې نه دي لیدلي.
همدارنګه ویل کیږي چې تر پنځه سوو زیاتې کورنۍ په کوټ کې د سختو جګړو له کبله له خپلو کورونو تیښتې ته اړ شوي. خو د ننګرهار د والي ویاند وايي یو شمېر له دې بې ځایه شوېو کورنیو څخه د امنیتي وضعیت په ښه کېدو بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
که څه هم ښاغلی خوګیاڼي وايي، سیمه ییزو ادارو د بې ځایه شوېو کورنیو سره مرستې کړې خو هغو چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي، ازادي راډیو ته یې ویلي چې هیڅ او یا ډیرې کمې مرستې ور رسیدلې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې امنیتي وضعیت کړکیچن دی.
د دې ولایت بېلابېلې ولسوالۍ د داعش او طالب وسله والو د پراخو فعالیتونو شاهدې دي او په جلال اباد ښار کې هم خلک د ناامنیو، وسله والو ګواښونو او امنیتي ستونزو څخه سر ټکوي.