د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

وارسا کې د ناټو سرمشریزه د سږکال له مهمو ناستو څخه ده


د ناټو د غړیو هېوادونو مشران به نن جمعه د پولنډ په پلازمېنه وراسا کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

د دې پوځي تړون عمومي منشي ینزسټولټنبرګ پرون څرګنده کړه چې تروریزم او په عراق، سوریه او د افریقا په شمال کې د امنیت خرابېدو نړۍ له زیات ګواښ سره مخامخ کړې ده.

سټولټنبرګ پر هغو خطرونو چې ناټو تړون ورسره مخامخ دی په خبروکې روسیې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې مسکو په وروستۍ لسیزه کې خپل دفاعي مصارف دری چنده لوړ کړي او د اروپا د یوه خپلواک هېواد، اوکراین پر ضد یې له قوې کار اخیستی دی.

ینز سټولټنبرګ
ینز سټولټنبرګ

ینز ستولتنبرګ زیاته کړه:

"دا زموږ د امنیت لپاره ټاکونکی وخت دی، نړۍ د څو کلونو پخوا په پرتله، په ډېر خطرناک ځای بدله شوې ده، خو ناټو دې خطرونو ته په سرعت او له تعهد سره ځواب ورکوي."

د وارسا په غونډه کې د بحثونو یوه مهمه برخه د داعش پر ضد د مبارزې او په عراق او سوریه کې د دې ډلې د فعالیت د مخنیوي پرڅرنګوالي وي.

د وارسا د غونډې د بحثونو یوه مهمه برخه به د داعش ډلې د فعالیت د مخنیوي پرڅرنګوالي وي
د وارسا د غونډې د بحثونو یوه مهمه برخه به د داعش ډلې د فعالیت د مخنیوي پرڅرنګوالي وي

داعش په اروپايي هېوادونو او ترکیه کې د زیاتو خونړیو حملو مسئولیت منلی دی.

د ناټو عمومي منشي ینزستولتنبرګ ویلي:

"موږ به پردې بحث وکړو چې څرنګه د تروریزم پرضد د اغېزمنې مبارزې لپاره استخباراتي معلومات شریکولائ شو."

د ناټو مشران به همدا راز د انټرنټي حملو د مخنیوي او د دې تړون په مرکز کې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د ځانګړې برخې د جوړولو موافقه وکړي.

ینزسټولټنبرګ وايي:

"موږ به د خپل ګډ دفاعي سیسټم د عصري کولو او له خپلو پولو پورې سیموته د ثبات ورکولو لپاره نوي او سترګامونه پورته کړو چې په پولنډ، استونیا، لاتویا او لیتوانیا کې زموږ د پوځي حضور پراختیا هم په کې شاملېږي."

د ناټو په سر مشریزه کې به د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له مهمو ګدونکونکو وي.

د ناټو په سر مشریزه کې به ولسمشر بارک اوباما له مهمو ګدونکونکو وي.
د ناټو په سر مشریزه کې به ولسمشر بارک اوباما له مهمو ګدونکونکو وي.

ولسمشر اوباما پرون د پولنډ په لور وخوځېد او نن سهار به ورسېږي.

په بریتانیه کې د وروستۍ ټولپوښتنې پراساس، له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو پرېکړې، د ناټو په غړو کې هم بې باوري پیدا کړې ده.

خو سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما به د ناټو د غړیو هېوادونو استازو ته ډاډ ورکړي چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې وتل به په ناټو کې د دې هېواد پر غړیتوب اغېز ونه کړي.

سپینې ماڼۍ په دې اړه اندېښنوته په اشاره وویل چې ولسمشر اوباما به اروپايي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې دې مسئلې د ناټو او اروپايي اتحادیې د اړیکو اهمیت لا زیات کړی دی.

جمهور رییس اوباما به همدا راز له اروپا د امریکا پرملاتړ ټینګار وکړي.

XS
SM
MD
LG