د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

بشري حقوقو د څار سازمان: ناټو دې افغان ملکیانو ته پاملرنه زیاته کړي


د بشري حقوقو د څارنې سازمان له ناټو وغوښتل چې د افغانستان په جنګ کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته چې په وروستیو شپږو کلونو کې یې دوامدار زیاتوالی درلوده زیاته پاملرنه وکړي.

دغه سازمان په وارسا کې د ناټو د مشرانو غونډې ته په یوه سرخلاصي لیک کې ویلي دي چې د سږنیو ولسي تلفاتو درېیمه برخه کوچنیان دي.

اکثریت دغه تلفات د وسله والو طالبانو او نورو ډلو له خوا شوي خو لیک دا هم وايي چې افغان امنیتي ځواکونه هم ځکه د دغو تلفاتو د یوې برخې مسئول دي چې په ځانګړي توګه یې په ځینو مواردو کې ښوونځیو څخه د پوځي عملیاتو داډو په توګه کار اخېستی.

ناټو ځواکونه سره له دې چې خپل پوځي عملیات یې یو نیم کال مخکې په افغانستان کې درولي دي خو بیا هم د څارنې او روزنې لپاره په دغه هېواد کې پاته دي.

د ملګرو ملتونو شمېر ښیې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله څه دپاسه یوولسو زرو کسانو ته ورسېده چې د افغان ځواکونو له خوا د دغې مرګ ژوبلې کچه په کې په سلو کې اته ویشتو ته اوچته شوه.

د افغانستان حکومت د ملګروملتونو د وروستي رپوټ په ځواب کې وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کورنیو قوانینو او نړیوالو بشري حقوقو ته په پاملرنې د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره خپله دنده ترسره کوي.

د جمهوری ریاست د ارګ اعلامیې وویل، د دې لپاره چې وسله وال مخالفین له خلکو او کورونو یې د سپر په توګه کار اخلي دولتي ځواکونه خپل عملیات په ډېر احتیاط ترسره کوي چې ولسي خلکو ته تاوان ونه رسیږي.

د ولسي خلکو مرګ ژوبله د سږکال په لومړېو درېیو میاشتو کې په سلو کې اویا اوچته شوه.

د جرمني د خبري اژانس رپوټ زیاتوي:

ملګري ملتونه د خپلو معیارونو سره سم یوازې هغه تلفات چې د درېیو خپلواکو سرچینو له خوا تایید شي ثبتوي.

XS
SM
MD
LG