د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

"د سولې له خبرو سره دې د جګړې په تکتیک کې بدلون راشي"


د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپرونه کې د افغانستان د حکومت پر ځواکونو او طالبانو غږ شوی دی چې د سولې له خبرو سره د جګړې په تاکتیک کې بدلون راولي.

د خپرونې په وینا، تمه ده چې تر دوو اونیو په لنډه موده کې په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د بشري حقونو د څار ډله هیله لري چې له دې خبرو سره به په افغانستان کې ملکیان د هوسایي یوه ساه واخلي او شخړې به راکمې شي.

په دې لیکنه کې وړاندې راغلي، که طالبان سوله غواړي او په دې برخه کې جدي وي نو باید نور ملکیان په نښه نه کړي او د جګړې په ډګر کې د خپلو وسله والو روحیه بدله کړي.

د بشري حقونو د څار ډله په ورته وخت کې له افغان حکومته غوښتي دي چې په جګړې کې د توپونو، بمونو او نورو هغو وسلو له استعماله چې پراخ تخریب کوي، په ګڼ میشتو سیمو کې ډډه وکړي.

د بشري حقونو د څار ډله همدا راز پر افغان حکومت غږ کړی دی چې د اربکیانو له مسلح کولو لاس واخلي، ځکه چې د دغو وسله والو په اړه اندیښنې شته چې له بشري حقونو څخه یې سرغړونې کړي او د دې پر ځای چې ملکیان له دوی سره هوسا شي، ناارامه کیږي.

یوې بلې چاپي خپرونې، نیویارک ټایمز بیا په یو بل ډول د جګړې پر مهال له بشري حقونو څخه سرغړونې ته اشاره کړې ده.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه په هلمند کې د کوکنارو کر یادوي او لیکي چې چارواکي هم په دې کاروبار کې لاس لري.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکا په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په خاطر تر ۷ میلیارډه ډالر ډیرې پیسې ولګولې، خو لاهم په هلمند کې د چارواکو د سترګو مخې ته کوکنار کرل کیږي.

ورځپاڼه د ګرمسیر ولسوالۍ مثال ورکوي چې هلته د کوکنارو پیسې هغه سرچینه ده چې چارواکي پرې اتکا کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې په ګرمسیر کې چارواکي له بزګرانو د کوکنارو مالیه اخلي.

دغه ورځپاڼه بیا وړاندې د یو شمیر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستي، څرګندوي، بزګران وایي چې دوی د هر جریب مځکې کوکنار پر سر ۲۰ ډالره ورکوي او تیرمیلادي کال یوازې په ګرمسیر کې بزګرانو نژدې درې میلیونه ډالر د کوکنارو مالیه ورکړې.

XS
SM
MD
LG