د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

کلیمزی: له مغزو ډکه کوپړۍ دې وارسا کنفرانس ته ولاړ شي


په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې د افغانستان مشرانو جرګه تمه لري چې افغان حکومت په یاده غونډه کې له بشپړ چمتوالي سره ګډون وکړي او د نړیوالې ټولنې نوې ژمنې خپلې کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او هیله یې وښوده چې افغان حکومت ورڅخه ډک لاس راشي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"د وارسا کنفرانس د افغانستان لپاره یو برخلیک ټاکونکی کنفرانس دی، افغان حکومت به خپلې فوق العاده تیارۍ نیولې وي، له مغزو ډکه کوپړۍ دې دغه کنفرانس ته ولاړ شي او ډک لاس دې ورڅخه راشي."

ښاغلي کلیمزي دغه شان ټینګار وکړ چې په دغه غونډه کې د ملي یووالي حکومت مشران باید نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې جګړه کورنۍ نه بلکې سیمه ییز او نړیوال اړخ لري.

کلیمزی: افغان حکومت باید د وارسا په کنفرانس کې له پوره چمتوالي سره ګډون وکړي.
کلیمزی: افغان حکومت باید د وارسا په کنفرانس کې له پوره چمتوالي سره ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د ناټو د سرمشرېزه د روانې میلادې میاشتې په اتمه او نهمه د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړه شي.

اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په وروستۍ یوې غونډه کې د وارسا کنفرانس د افغانستان لپاره ډېر مهم ګڼلی او ویلي یې دي چې د افغان حکومت په استازولی به په کې دی او ولسمشر غني ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې افغان حکومت د وارسا غونډې لپاره یوه هر اړخېزه طرحه جوړه کړې ده چې په کې ټولو مسایلو ته ځای ورکړل شوی.

اتمر: افغان حکومت د وارسا غونډې لپاره هر اړخېزه طرحه جوړه کړې.
اتمر: افغان حکومت د وارسا غونډې لپاره هر اړخېزه طرحه جوړه کړې.

خو یو شمېر سناتوران بیا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د دولت په کړنو انتقاد کوي وايي، ښايي د افغان حکومت اجنډا د نړیوالې ټولنې د پام وړ ونه ګرځي.

سناتور جمعه دین ګیانوال په همدې اړه وايي:

"زما په اند دوی چې په کومې اجنډا سره هلته ځي نړیواله ټولنه ورته مخامخ نه وي چې اجنډا مو بشپړه نه ده، خو هغوی پوهېږي چې دوی له یوې کمزورې اجنډا سره ورغلي دي چې ښايي ورته د منلو وړ نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د افغان حکومت چارواکو ویلي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې له افغان امیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې اعلان کړي.

په ورته وخت کې یو بل سناتور باقي بریال وايي، په داسې حال کې چې افغانستان په یو ناسم وضعیت کې دی خو حکومت د شته ستونزو سره – سره لاسته راوړنې لري او په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG