د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

کابل ورځپاڼو د وارسا غونډې د ګټو په اړه تبصرې کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د افغانستان لپاره د وارسا د جوړیدونکې غونډې ګټو او په سعودي عربستان کې شوو انتحاري حملو ته ځانګړې کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، ناټو به د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو په باب خبرې وکړي.

په مطلب کې راغلي، په کابل کې د ناټو ملکي سفیر له افغان چارواکو سره د لیدو پر مهال د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی، خو له حکومته یې هم غوښتي چې انتخاباتي سیستم اصلاح، له فساد سره مبارزه ګړندۍ او امنیتي او دفاعي بنسټونه له سیاسته لرې وساتي.

د مطلب لیکوال ویلي، د وارسا په غونډه کې د افغانستان نړیوال متحدین باید پر دې ډیر تمرکز وکړي چې د افغانستان د ناامنۍ ستونزه بهرنۍ ریښې لري او باید په بهر کې د ترهګرو ریښې وچې شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي چې د وارسا په غونډه کې باید د نړیوالې ټولنې هره ژمنه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر پرمختګ مشروطه وي.

په مطلب کې راغلي، بیان ازادي د افغانانو لویه لاسته راوړنه ده، خو له څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول هڅه کېږي چې دغه لاسته راوړنه له منځه ولاړه شي.

د مطلب لیکوال پر حکومت انتقاد کړی چې د بیان د ازادۍ له سرغړونکو سره قانوني چلند نه کوي.

همدې ورځپاڼې په سعودي عربستان کې شوو انتحاري حملو ته بیا خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې عربستان د ترهګرو د ملاتړ بدله ترلاسه کړه.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان په ګډون اکثره مسلمان ملتونه سعودي عربستان او چارواکو ته یې درناوي لري، خو لیکوال د ویکي لیکس هغه راپورته اشاره کړې چې ویلې یې دي، سعودي هر کال میلیونونه ډالره طالبانو او حقاني شبکې ته ورکوي.

د ورځپاڼې په باور، د ویکي لیکس له دې راپور سره سم ولسمشر محمد اشرف غني سعودي ته سفر وکړ او ټاکل شوې له اختر وروسته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له سعودي چارواکو سره د دغې موضوع سپیناوی وکړي چې ولې د حکومت مخالفو ډلو ته پیسې ورکوي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا د واړه اختر رارسیدو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې اختر د خوشحالۍ یوه ډالۍ ده او باید په دې ورځو کې د چا د خفګان هڅه ونه شي

XS
SM
MD
LG