د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

اتمر: نړیوالو ته به د تروریزم د ځالو د نښه کولو په اړه قناعت ورکړو


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار هیله من دی چې د افغانستان لپاره په جوړېدونکي وارسا غونډه کې به نړیوالو ته د تروریزم د ځالو پر نښه کولو قناعت ورکړي.

محمد حنیف اتمر چې د وارسا جوړېدونکي غونډې په اړه یې خبریالانو ته وضاحت ورکاوه ټینګار وکړ چې افغان لوری به په دغه غونډه کې د پاکستان په رول هم له نړیوالو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سالاکار محمد حنیف اتمر وايي چي افغان لوری د وارسا په غونډه کې نه یوازې د افغانستان سره په مرستو غږیږي بلکې نړیوالې ټولنې ته به د تروریزم سره د مبارزې په ډول هم خبرې وکړي.

ښاغلي اتمر چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د وارسا په غونډه کې به افغان پلاوی روښانه کړي چې د سیمې ځینې هېوادونه باید د ثبات په خاطر په خپلو پالیسیو بیا غور وکړي.

هغه زیاته کړه:

"که ټاکل شوې وي چې د ترورېزم په اړه خبرې وکړو، یا په سیمه او د افغانانو په وړاندې تروریستي جنګ څېړل کېږي ناممکنه ده چې د پاکستان رول ته اشاره ونشي، اصلاً دا جنګ د پاکستان د اردو له روله پرته توجیه نه لري."

د افغانستان لپاره په نظامي او نورو برخو کې د مرستو لپاره د وارسا غونډه راتلونکي اوونۍ په پولېنډ کې جوړېږي چې د ښاغلي اتمر په وینا ولسمشر محمد اشرف غني او اجرییه رییس عبدالله عبدالله په کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

د ملي امنیت سالاکار ښاغلی اتمر هیله من دی چې نړیواله ټولنه به د افغانستان سره هر کال د ۵ میلیارډ ډالرو مرستو تر څنګ د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا لپاره هم مرستې اعلان کړي.

ښآغلی اتمر وايي دا کنفرانس به د افغانستان او نړۍ تر منځ د مرستو یو نوی باپ پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کنفرانس به د تروریزم سره د مبارزې به برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي او هیله دا ده چې دا به د افغانستان او نړی تر منځ یو ارزښتناک ګام وي."

له دې وړاندې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې نړیوالې ټولنې د شیکاګو په غونډه کې د افغانستان سره د پنځو کلونو لپاره د مرستو ژمنې او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان هغو ته د انتقال پر پروسې خبرې کړي وې.

د ملي امنیت سالاکار وايي چې د روسیې، چین او هندوستان په څېر هېوادونه له افغانستان سره د ګډ دوښمن ځپلو پر اساس مرستې کوي او هیله من دی چې د سیمې ځينې نورهېوادونه هم د هغې زیان ته په کتو د تروریزم د ملاتړ پر ځای مبارزې ته زړه ښه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG