د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

افغان مسئله د ناټو د مشرانو د غونډې د اجنډا په سر کې ده


د پولنډ په مرکز وارسا کې نن د ناټو د مشرانو غونډه پیلیږي، د دې دوه ورځنۍ غونډې د اجنډا په سر کې د افغانستان موضوع شامله ده.

په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرایيه رییس عبدالله عبدالله برخه اخلي.

د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادو مشران به نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د تمدید مساله وڅېړي تر څو دا ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته وغځول شي.

په دې دوه ورځڼۍ غونډه کې د افغانستان په اړه پر یوې بلې مهمې موضوع خبرې کېږي، دوهمه مساله له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د مرستې موضوع ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځيان پریږدي.

اوباما وړمه ورځ په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکايي عسکرو د پاتې کېدو اعلان وکړ
اوباما وړمه ورځ په افغانستان کې د ۸۴۰۰ امریکايي عسکرو د پاتې کېدو اعلان وکړ

مخکې امریکا ویلي و چې د خپلو پوځیانو شمېر به د ۲۰۱۶ کال تر پایه ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

د امریکا د ولسمشر د دې پریکړې هرکلی افغان ولسمشر اشرف غني او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ کړی دی، دوی دواړو د اوباما پرېکړه له افغانستان سره د ناټو د مرستو د دوام لپاره مهمه ګڼلې ده.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې له ناټو او ملاتړیو څخه یې هیله لري چې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه له افغان ځواکونو سره هر کال پنځه میلیارډه ډالر مرسته وشي.

د افغانستان هوایي ځواکونه تجهیز شي او له ترورزم سره هر اړخیزه مبارزه وشي.

ناټو بیا د افغانستان له حکومت غوښتي دي چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې پراخې هڅې وکړي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار د ډلې مسوول براډ اډمز روانه اوونۍ د ناټو د سرمشریزې په اړه وویل چې افغان حکومت باید د خپلو امنیتي ځواکونو د تیریو مخه ونیسي او ماشومان د امنیتي ځواکونو لیکو ته استخدام نه کړي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار د ډلې مسوول براډ اډمز پر ناټو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د ملکیانو د ساتني لپاره جدي هڅې وکړي.

د ناټو یوه چارواکي ازادي راډيو ته وویل چې د ناټو مشران به د وارسا په غونډه کې داسې یوه تګلاره جوړه کړي چې د ناټو د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د دې تګلارې جزییات تر اوسه روښانه نه دي، خو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د ناټو مشرانو ویلي دي چې اجازه به ورنه کړي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترورستانو په خوندي پناهځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG