د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د وارسا غونډه کې به د افغانستان امنیت د بحث اساسي موضوع وي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ناټو تړون د نورو غړو هېوادونو مشران به د جمعې او شنبې په ورځ د پولنډ په پلازمینه وارسا کې غونډه وکړي چې د افغانستان امنیت یې د بحث له اساسي موضوعاتو دی.

د افغانستان حکومت هیله لري چې په دې سرمشریزه کې ګډون کوونکي به د زیاتوي پوځي او ملکي مرستو ژمنې وکړې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبې بیا ټینګار وکړ چې ناټو به تر ۲۰۲۰میلادي کاله له افغانستان سره په پوځي او دفاعي چاروکې مرستې جاري وساتي.

دا رپوټ زیاتوي چې د امریکا دولت د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کمولو لپاره هغوی ته د "ام اس اف وي" په نوم د درنو، جنګي موټرو پر ورکولو غور کوي.

د افغانستان اردو او پولیس اوس مهال تر ډېره حده له هاموي موټرو کار اخلي چې سپک دي، د "ام اس اف وي" په پرتله محدوده ټکنالوژي لري او د ماینونو په وړاندې هم کمزوري دي.

"ام اس اف وي" درانه جنګي موټر دي چې د ماین په وړاندې یې مقاومت زیات دی او په جګړه کې د ګرځنده /ریموټ حملو تکنالوژي لري.

د امریکا حکومت په ۲۰۱۴میلادي کال کې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د ناټو له مستقیم ملاتړ پرته، د ټولو عملیاتو مسؤلیت وسپارل شو، هغوی ته د سل هاوو زغره والو موټرو ورکولو پریکړه وکړه.

خو رویټرز ته رسیدلي اسناد څرګندوي چې افغان ځواکونوته د 300 "ام اس اف وي" د ورکولو پریکړه لاهم پرځای ده او تر ډېره حده د بودجې د کموالي له امله نه ده عملي شوې.

امریکا د افغانستان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو مسؤلیت د دې لپاره سپارلی و چې هغوی له خپلو مورچو ووځي، پر ځان یې اتکا زیاته شي او د وسله والو طالبانو پرضد خپلواک عملیات وکړي.

متحدو ایالاتو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ لپاره لږ تر لږه ۶۸ میلیارد ډالر مرسته کړې خو د افغانستان پوځي قوماندانان وايي چې د وګړو او پرمختللو جنګي وسایطو له کمبود سره مخامخ دی.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست محمد معصوم ستانکزي رویټرز ته ویلي و چې حکومت يې له امریکا د زیاتو زغره والو موټرو د ترلاسه کولوهڅې کوي.

ترهغه وروسته چې واشنګټن د افغانستان دفاع وزارت ته د زیاتو باربري لارېو ورکولو پریکړه وکړه، ستانکزي د ایتلافي ځواکونو قوماندانۍ ته په لیک کې ولیکل چې د افغانستان اردو تر بل شي "ام اس اف وي" موټرو ته زیاته اړتیا لري.

ستانکزي هغه مهال رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې"له کوم ډول جګړې سره چې موږ مخامخ یو، "ام اس اف وي" موټر تر هموي موټرو ډیر په درد خوري."

د افغانستان پوځ ته زیات هموي موټر ورکړل شوي چې د "ام اس اف وي" په پرتله کوچني او د ماین په وړاندې کمروزي دي.

د افغانستان پوځ"ام اس اف وي" موټر ځکه غوره ګڼي چې پرمختللی انجینري سیسټم لري اود هغو ماینونو په وړاندې يې مقاومت زیات دی چې وسله وال طالبان یې د سرکونو پرغاړو ځای پرځای کوي.

په افغانستان کې میشت ائتلافي عسکر په ندرت په هاموې موټرو کې له خپلو پوځي اډو دباندې وځي.

امریکايي ځواکونه له یوې لسیزې راهېسې په جګړه کې له هاموې موټرو کار نه اخلي.

خوافغان ځواکونه وايي، پر"پيک-اپ" او"هاموي" موټرو زیاتې اتکایې د سرک پر غاړه د ماینونوپه چاودنو کې تلفات زیات کړي دي.

د افغانستان د پوځ قوماندان استدلال کوي چې د فعال او پیاوړي اردو جوړولو لپاره هڅې یې په داسې سپکو وسایطو د زیاتې اتکا له امله له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د رویټرز په حواله، د افغانستان امنیتي ځواکونو درې کاله مخکې 600 "ام اس اف وي" موټر درلودوو چې یوازې په ډېرو خطرناکو سیمو کې د جګړې پر مهال کار ورڅخه اخېستل کیږي.

امریکايي قوماندانانو پخوا موافقه کړې وه چې افغانان د جګړې په ډګر داسې لږ تر لږه ۳۰۰ نورو موټرو ته اړتیا لري او د دې لپاره یې له کانګرسه د ۹۰۰ میلیون ډالروغوښتنه وکړه.

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" په خپل غوښتنلیک کې کانګرس ته لیکلي و چې دا موټر به د افغانستان ملي اردو ته د عادي پوځیانو په پرتله په امن کې د حرکت او پوځي عملیاتو زیات امکان ورکړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز شیرمحمد کریمي دوه کاله مخکې، د ائتلافي قواوو قوماندانۍ ته په یادداشت کې لیکلي وو چې"د افغانستان د ملي اردو ۹۰ فیصده تلفات د ماینونو د چاودنې له امله دي او په تېر یوه کال کې څرګنده شوې چې وسله وال طالبان ښايي له دې تکتیکه زیات کار واخلي."

په افغانستان کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۳۵۰۰ نړیوال عسکر وژل شوي چې تقریباً نیمايي تلفات يې پر سرکونو د ماینونو د چاودنې له امله وو .

خو رویټرز وايي، یوازې تېر کال لږ تر لږه ۷۰۰۰ افغان پولیس او عسکر وژل شوي چې یو ستر دلیل یې د جګړې په ډګر کې د کافي زغره والو موټرو نشتوالی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د ماینونو له امله د افغان ځواکونو تلفات تر ډېره حده را کم شوي خو بیا هم ماینونه هغوي ته دوهم ستراومرګونی ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG