د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ناټو او روسیه به د وارسا تر غونډې وروسته رسمي خبرې وکړي ‎


د ناټو عمومي منشي وايي، ټاکل شوې چې روانه اوونۍ په وارسا کې د دې تړون د مشرانو له غونډې وروسته له روسیې سره رسمي خبرې اترې ترسره شي.

داسې تمه ده چې په وارسا کې به د ناټو د مشرانو غونډه د دې سازمان او روسیې ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلي کړي.

د روسیې او ناټو شورا له یو دوه کلن ځنډ وروسته وروستی ځل په تېر اپریل میاشت کې غونډه کړې وه خو دا غونډه د اوکراین او نورو مسئلو پر سر د ژورو اختلافونو سره پای ته ورسېده.

په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې راتلونکې جمعه پیل شي، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون خبریالانو ته وویل، ناټو غوښتل تر دې غونډې مخکې دواړه لوري خپلو کې یوه غونډه وکړي خو سره سلا ته ونه رسېدل.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"زموږ هدف له ټولو پریکړو څخه دا دی چې له خپلو متحدانو څخه دفاع وکړو او په اروپا کې تاوتریخوالي زیات نه کړو. ناټو به خپل رول ته د یو شفاف، مسؤل او د پیشبینۍ وړ لوري په توګه دوام ورکړي. موږ به د تل په څېر له روسیې سره خبرو اترو ته چمتو اوسو. د روسيې او ناټو شورا چې د خبرو اترو او د معلوماتو د شریکولو یوه ټولنه ده، د دواړو خواوو ترمنځ یې د ترینګلتیا په کمولو کې مهم رول لرلی دی."

ټاکل شوې ده چې په وارسا کې به د ناټو د مشرانو په غونډه کې په نورو مسئلو سربېره، په پولنډ او د بالتیک هېوادونو کې د ځواکونو د زیاتولو پر مسئلو هم بحث وکړي.

ناټو غواړي چې په دې هېوادونو کې د خپلو څلورو زر کسیزو کنډکونو له ځای پر ځای کولو د روسیه پولي ته نژدې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی.

د ناټو او روسیې تر منځ تر سړې جګړې را وروسته په ۲۰۱۴میلادي کال کې اړیکې وروسته تر هغې تر ټولو ټیټې سطحې ته را وغورځېدې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپوزمه له ځان سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG