د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

۸۴۰۰ امریکايي سرتېري د ۲۰۱۷ کال تر جنورۍ افغانستان کې پاتې شول


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې ۸۴۰۰ عسکر به یې د روان کال ترپایه په افغانستان کې پاتې شي.

ولسمشر اوباما د افغانستان په اړه په وینا کې څرګنده کړه چې له واکه د هغه تر لیرې کېدو وروسته به د امریکا نوی ولسمشر د دې پوځي ماموریت د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

د امریکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما کاري دوره د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې پای ته رسېږي.

ولسمشر اوباما مخکې ویلي و چې د خپلې کاري دورې تربشپړېدو به یوازې پینځه نیم زره امریکايي عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

هغه بلاخره په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د ماموریت په اړه وړاندوینې او اټکلونه پای ته ورسول.

بارک اوباما څرګنده کړه چې دا پرېکړه یې د افغانستان د حکومت، هلته د مېشتو قواوو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن، د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتراو د کانګرس د یو شمېر غړو د مشورې پر اساس کړې ده.

اوباما زیاته کړه:

اوباما: امریکا افغانستان کې د ۵۵۰۰ عسکرو پر ځای ۸۴۰۰ عسکر پرېږدي
اوباما: امریکا افغانستان کې د ۵۵۰۰ عسکرو پر ځای ۸۴۰۰ عسکر پرېږدي

"زه د خپلو ځواکونو د ماموریت په اړه تجدید نظر اعلانوم، امریکا به د روان کال تر پایه او په سپینه ماڼۍ کې زما د خدمت د مودې تر بشپړېدو په افغانستان کې د ۵۵۰۰ عسکرو پر ځای، لږترلږه ۸۴۰۰ عسکر پرېږدي."

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د روان میلادي کال د نومبر په میاشت کې کېږي.

بارک اوباما به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ تر شلمې په واک کې وي او بیا به د جمهوري ریاست مسئولیت نوي منتخب ولسمشر ته وسپاري.

بارک اوباما پرون له سپینې ماڼۍ په وینا کې څرګنده کړه چې امریکايي ځواکونه به د افغانستان د ملي اردو اوپولیسو دروزنې او هغوی د مشورې ورکولو ماموریت جاري وساتي او د تروریزم پرضد عملیاتو کې به هم ګډون ورسره کوي.

اوباما: امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو دروزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو ماموریت جاري وساتي.
اوباما: امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو دروزنې او هغوی ته د مشورې ورکولو ماموریت جاري وساتي.

​بارک اوباما وویل:

"افغان ځواکونه پیاوړي شوي خو بیا هغومره چې اړتیا يې ده، پرمخ نه دي تللي، زموږ په مرسته به هغوی په ډېرو برخو لکه د استخباراتي معلوماتو غونډول، لوژیستیک، هوايي عملیات اوښتې قوماندانۍ کې پرمختګ وکړي."

ټاکل شوې چې ولسمشر بارک اوباما نن پنجشنبې په وارسا کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره پولند ته روان شي.

هغه څرګنده کړه چې د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان له ولسمشر د حکومت له اجرایيه رییس سره جلا وګوري.

اټکل کېږي چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستې او له دې هېواد سره د ملکي همکاریو یو لړ نوې ژمنې وشي.

امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، تقریباً ۱۰۰۰ ملیارد ډالر لګولي او ۲۲۰۰ عسکر یې وژل شوي دي.

د افغانستان جګړه کې د امریکا ۲۲۰۰ عسکر وژل شوي
د افغانستان جګړه کې د امریکا ۲۲۰۰ عسکر وژل شوي

​له دې امله، ولسمشر اوباما پرون له افغانستانه د امریکا پر دوامدار ملاتړټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان به تل د امریکا ستراتیژیک ملګری هېواد وي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG