د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

نیکولسن: د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ لپاره د ولسمشر اوباما له لوري غوره شوي پوځي جنرال "جان نیکولسن جونیر" پرون وویل؛ د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او افغان ځواکونه کلونه وخت ته اړتیا لري؛ څو په خپله د خپل هېواد د امنیت ټینګولو توان پیدا کړي.

جنرال نیکولسن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره به هلته د اړتیا وړ امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه بشپړه څېړنه وکړي.

ده د امریکا له سنا د تائید اخیستلو لپاره په وینا کې وویل چې که دی په افغانستان کې د امریکايي قواوو د قوماندانۍ لپاره ټاکل کېږي؛ په څو میاشتو کې به د دې هېواد د وضعیت په اړه بشپړ تصویر وړاندې کړي.

دغه لوړ رتبه جنرال د امریکا په دفاع وزارت کې ۱۴ میاشتې د افغانستان او پاکستان د چارو د هماهنګۍ د ادارې مشر و. دی به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تلونکي قوماندان، جنرال جان کمپبل پر ځای چې د مارچ په میاشت کې تقاعد کوي؛ په کار پيل وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنرال کمپبل په ټینګار پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه د ټولو عسکرو د اېستلو، پلان وځنډوي. خو ویې ویل چې یوازې پینځه نیم زره عسکر به په دې هیواد کې پرېږدي.

جنرال جان نیکولسن له هغو لوړ رتبه امریکايي پوځيانو دی چې یومهال یې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشر اوباما د کړنلارې ملاتړ کړی و.

خو پرون یې سنا ته په وینا کې وویل چې د کمپبل د وړاندیز ملاتړ کوي او په افغانستان کې؛ د اوسمهال لپاره د عسکرو پاته کېدل غوره ګڼي.

ده پرون څرګنده کړه چې د دې لپاره چې افغانستان یو وار بیا د تروریستانو په اډه بدل نه شي؛ باید د ځواکونو دقیق شمېر او د هغوی لپاره کافي امکانات په پام کې ونیول شي.

اوسمهال ۹۸۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې دېره دي چې هدف يې د افغان پوځیانو روزل او د تروریزم ضد مبارزې جاري ساتل دي.

جنرال نیکولسن پرون د امریکا د سنا له جمهوري غوښتونکې غړې لینزي ګراهام سره په خبرو کې؛ اندېښنه څرګنده کړه چې د عسکرو د شمېر له کمېدو سره به هغوی ونه توانیږي چې د تروریزم ضد ماموریت سم پر مخ بوزي.

جنرال نیکولسن که څه هم په افغانستان کې د ۸۹۰۰ امریکايي عسکرو د موجودیت ملاتړ وکړ؛ خو ویې ویل چې د اړتیا وړ شمېرې د معلومولو لپاره باید خپله څېړنه وکړي.

که څه هم امریکايي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې برخه نه لري؛ خو جنرال نیکولسن وویل:

"زه دا تصور نه شم کولای چې که د کندهار په څېر ستراتیژیک ښار په خطر کې شي او امریکايي ځواکونه لاس تر زنې پاتې شي. موږ باید اجازه ورنه کړو چې کندرهار بیا د طالبانو لاس ته ولویږي."

د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو د کمیټې پرونۍ غونډې ته په وینا کې، د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي جان مک کېن وویل: "له عراق زموږ ناڅاپي وتنې او تر هغه وروسته بحران باید راته څرګنده کړې وي چې جګړې یوازې په دې پای ته نه رسیږي چې سیاستوال یې نه غواړي.

هېڅ سیاستوال نه شي کولای چې له افغانستان او شاوخوا سیمې د افراطي ډلو د تروریستي فعالیتونو د خطر د پای لپاره یو وخت او مهال ویش وټاکي."

جنرال نیکولسن، د جان مک کین د دې خبرو په ځواب کې وویل:

"زه ستاسې په خبر پوهیږم خو دا افغانستان دی. په افغانستان کې به تل څه نا څه تشدد روان وي."

XS
SM
MD
LG