د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

په افغانستان کې د امریکا پوځ د پاتې کېدو په اړه اوباما د خپلو جنرالانو سلا منلې


ګڼو نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت د تمدید په اړه د جمهور رییس بارک اوباما د وروستي اعلان په هکله مطالب خپاره کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال په خپل مطلب کې د امریکا د جمهور رییس له قوله لیکي چې په افغانستان کې موجود ۹۸۰۰ امریکايي عسکر به په دغه هېواد کې پاته وي خو په ۲۰۱۷ کال کې به د دوی شمېر ۵۵۰۰ عسکرو ته راکوز کړای شي.

ورځپاڼه دامریکا د دفاع وزیر آش کارتر خبرو ته په اشاره وايي چې دغه نوی پلان دافغانستان له وضعیت سره سمون لري.

د امریکا د حکومت چارواکو سنجولې ده چې دغه پلان به د کال څلور اعشاریه شپږ میلیارډه ډالر لګښت ولري.

دوال سټریټ ژورنال له خوا په یو بل خپور شوي مطلب کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدو د مودې غځول دا معنی هم لري چې جمهور رییس بارک اوباما د خپلو جنرالانو خبرې منلي او خپل نظر یې بدل کړی چې په دې به يې ستاینه وشي.

ورځپاڼه وړاندې وايي چې لویو امریکايي چارواکو له دې مخکښې غوښتنه کړې وه چې امریکا باید تر شلو زرو پورې خپل عسکر په افغانستان کې پریږدي.

د مطلب لیکونکی وايي، هغه اندېښنې چې ویل کېدل چې د امریکایي عسکرو د شمېر کمول به افغان سربازان له خطر سره مخامخ کړي؛ په قندز باندې د طالبانو په وروستي برید کې په واقعیت تبدیلې شوې.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي چې افغان ځواکونو د امریکا هوایي قواوو په ملاتړ قندز بېرته ونیوه؛ خو طالبان نورې سیمې هم تهدیدوي.

نیویاریک ټایمز:

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې بیا د افغانستان په هکله د اوباما وروستې پرېکړه یوه سخته پرېګړه ګڼلې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې جمهور رییس اوباما د تېر میلادي کال په پای کې په ډیرې خوشحالۍ سره ویلي وو چې د امریکا امنیت نورهم ټینګ شوی؛ افغانستان د بیارغونې فرصت ترلاسه کړی او بیا به د تروریستي بریدونو د پلانونو د جوړولو ځای نه وي.

نیویارک ټایمز وايي، خو اوسنی وضعیت د تېرو خبرو خلاف دی او اوباما په افغانستان کې د امریکا ماموریت تمدید کړ.

د مطلب د لیکونکي نظر دا دی چې د جمهور رییس اوباما نوی پلان به کیدای شي؛ افغانستان د سولې او ثبات تګلارې ته برابر نه کړي؛ خو هغه پرته له دې بله چاره هم نه درلودله.

فاینشنل ټایمز:

بلخو بیا فایننشیل ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان د لویدیځ هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ګواښ چې ویلي وو؛ د افغانستان نورې سیمي به هم ونیسي د امریکا جمهور رییس مجبور کړ چې د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړي.

فایننشیل ټایمز لیکي چې دافغانستان اردو دا ثابته کړې چې نسبت عراقي ځواکونو ته ښه جنګیږي؛ خو ډېر تلفات یې ګاللي دي او د سږکال په دوام د افغانستان د امنیتي ځواکونو څه دپاسه پنځه زره عسکر وژل شوي دي.

د مطلب لیکونکی په دې باور دی؛ که چېرې لویدیځ هېوادونه د افغانستان په هکله خپلو ژمنو باندې ونه دریږي؛ طالبان به د جګړې دوام ته زوره ور شي.

XS
SM
MD
LG