د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

بريتانيا له اروپايي ټولنې سره خداى پاماني وکړه


د بریتانیا د تلویزوني خپرونو چلونکې اټکل کوي چې د دې هېواد په پرونۍ تاریخي ټول پوښتنه کې بریتانویانو د اته ویشت غړېو لرونکې اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوی رایې ورکړي دي.

بي بي سي اټکل کړی چې په دې ټولپوښتنه کې په سلو کې دوه پنځوس کسانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوۍ رایې ورکړي دي او په سلو کې اته څلوېښت کسانو غوښتي چې بریتانیا دې په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.

دا اټکل وروسته له هغې شوې چې د بریتانیا د ۳۳۹ انتخاباتي حوزو څخه د ۳۸۲ هغو رایې وشمارل شوې.

هغه کمپاین چې د اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو غوښتنه یې کوله هم په دې ټولپوښتنه کې دې خپل بریالیتوب اعلان کړی دی.

فارګ: د بریتانیا د ریښتینو او عادي خلکو لپاره بریالیتوب
فارګ: د بریتانیا د ریښتینو او عادي خلکو لپاره بریالیتوب

د بریتانیا د خپلواکۍ د ګوند مشر نیګیل فارګ وايي:

"که چېرې دا وړاندوینې سمې را ووځي دا به د بریتانیا د ریښتینو او عادي خلکو لپاره بریالیتوب وي."

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون ته چې په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو پلوي دی یو نژدې کس ویلي:

"هېواد یې دا مهال په یو ناڅرګند قلمرو کې دی."

د انګلستان په شمال لویدیځ کې د پرتو ډېرو ښارونو استوګنو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوی رایي ورکړي.

خو سکاټلېنډ او شمالي ایرلینډ بیا په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو په طرفدارۍ رایې ورکړي دي.

د انګلستان په شمال لویدیځ کې د پرتو ډېرو ښارونو استوګنو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوی رایي ورکړي
د انګلستان په شمال لویدیځ کې د پرتو ډېرو ښارونو استوګنو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوی رایي ورکړي

لندن هم په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو قوي ملاتړ کړی او په سلو کې نهه اویا کسانو یې په دې ټولنه کې د دې هېواد د پاتې کېدو په پلوۍ یې رايې ورکړي.

که چیرې تایید شي چې بریتانویانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په پلوۍ رایې ورکړي دا به د اروپايي ټولنې په تاریخ کې چې د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د اروپايي مشرانو په هڅو د اقتصادي اړیکو د ټینګښت او سولې په مقصد جوړه شوه لومړی وار وي چې یو پیاوړی غړی یې له دې ټولنې د وتلو پلوي کوي.

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو په پلوۍ دې ټولپوښتنې دا اندېښنې هم راپورته کړي چې د دې ټولنې په ځینو نورو غړېو هېوادونو کې به هم چېرې چې د خپلواکۍ غورځنګونه په زیاتېدو دي ورته ټولپوښتنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG