د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

فعالان: د کابل د وروستۍ حملې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي


د افغانستان د مدني ټولنو شبکه له حکومت څخه غواړي چې د پغمان ولسوالۍ د کلاحیدر خان وروستۍ پېښه دې په جدي ډول تعیقیب او عاملین دې د قانون منګلوته وسپاري.

د دغو ټولنو غړیي وايي، دې برخه کې د حکومتي چارواکو چو په خوله پاتې کېدل ولس ته د زغم وړ نه دي.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکه ادعا کوي چې د پغمان د ولسوالۍ د کلا حیدرخان وروستي انتحاري حملې ډېره پېچلې پېښه ده چې د نظام په داخل کې د طالبانو نفوذي کسان او د پنځم ستون عناصر په کې لاس لري.

د دغې شبکې غړو د دوشنبې په ورځ له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې هر اړخیزې څیړنې وکړي عاملین یې پیدا او هغه چارواکي چې په دې برخه کې وظیفوي غفلت کړی وي له دندو ګوښه او عدليي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي کړي.

د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې غړي عبدالخلیل روفي داڅرګندونې د خبري غونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل:

عبدالخلیل روفي
عبدالخلیل روفي

"د پغمان حمله ډېره شکمنه پېښه ده، ځکه پنځه شپږ د پولیسو د کاروان موټر بې له دې چې هغو سره امنیتي کسانو وي په یوځل روانیږي او تر حملې لاندې راځي، په دې اړه د ولسشمر اقدامات ستایو، خو امکان لري چې نور کسان هم په دې کې لاس ولري ادوی باید پیدامحکمه شي."

د تېرې پنجشنبې په ورځ په پغمان ولسوالۍ کې د میدان وردګو د پولیسو له له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو پر کاروان په دوو انتحاري حملو کې ۳۲پولیس ووژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول.

په یادو انتحاري حملو کې ۳۲ نوي فارغ شوي پولیس وژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول
په یادو انتحاري حملو کې ۳۲ نوي فارغ شوي پولیس وژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول

وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.

له حملې وروسته افغان چارواکو ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هر اړخیزه څېړنه کوي او هغه مسئولین به پوښتي چې بې غوري یې کړي وي.

افغان ولسمشر په یوه تازه اقدام سره دغه خونړي برید په تړاو په خپلو دندو کې د غفلت په خاطر د کورنیو چارو وزارت د پنځو لوړرتبه چارواکو دندې وځنډولې.

د ولسمشر د مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه نورې څېړنې هم روانې دي او څوک چې مجرم وپيژندل شول قانوني چلند به ورسره وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه:

"موږ په ټول جدیدت باندې دا پېښه څېړو او وروستۍ پېښه یوه دېره زړه بوږنونکې پېښه ده په دې اړه به ډېر جدي تحقیقات کېږي او هغه کسان چې په دغه قضیه لاس لري له مخې به ورسره چلند کېږي."

ښاغلي مینه پال زیاته کړه د پغمان د کلا حیدر خان د وروستۍ پېښې په اړه د ولسمشر وروستي اقدامات دا په ډاګه کوي چې حکومت په دې برخه کې جدی دی.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکه د افغانستان د علمانو له شورا هم غواړي چې په دې برخه کې خپل سکوت مات کړي او د بې ګناه افغانانو د ناروا وژنو فتوا دې وغندي.​

صدیقي: د کابل په نننۍ حمله کې شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG