تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنتیاهو سره د اوربند پر موافقه او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر سر ټلیفوني خبرې وکړې.
یوه چارواکي ویلي قطر چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د غیر مستقیمو مذاکرو منځګړیتوب کوي، په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د موافقې نهايي مسوده، اسرائیل او حماس ډلې ته سپارلې ده.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
دغه چارواکي چې نن دوشنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دوحه کې د مذاکرو پر مهال وروسته له هغې پرمختګ وشو، چې د اسرائیل د استخباراتي ادارو مشرانو، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني تېره شپه پر دې موضوع بحث وکړ.
بل لوري ته اسوشېټېډ پریس خبري اژانس نن د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو او عرب هېوادونو منځګړو د اوربند او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر سر په موافقه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا کومه موافقه نه ده شوې.
د دغه راپور له مخې، لږ تر لږه درېیو چارواکو د پرمختګونو خبر تایید کړی او راروانې ورځې به په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره مهمې وي.
دغو چارواکو د خپلو نومونو نه ښوولو په شرط له اسوشېټېډ پریس اژانس سره خبرې کړي، ځکه د دغو مذاکرو په اړه د خبرو اجازه یې نه درلوده.
اسراییلي رسنیو هم نن په خبرو کې د پام وړ پرمختګ راپور ورکړی دی.
تر دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، امریکایي چارواکي هڅه کوي چې د جنوري پر ۲۰مه د جو بایډن د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو مخکې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او په غزه کې د اوربند په اړه پر یوه موافقه سلا وشي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې بایډن او نتنیاهو د فلسطینیانو په قلمرو کې د جګړې د پای ته رسولو او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره پر یوه موافقه د سلا کېدو پر هڅو بحث کړی دی.
د بیان له مخې، ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر بېړنۍ اړتیا، د یرغمل شویو پر خلاصون او سیمې ته د بشري مرستو پر زیاتېدو ټینګار وکړ.
اسراییل وروسته له هغې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسراییل ناڅاپي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر کسان یې یرغمل کړل.
د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا، د جګړې له پیله په غزه کې له ۴۶۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
د جګړې په پایله کې، د فلسطینیانو د دغه قلمرو ډېره برخه ویجاړه شوې، ډېری وګړي یې بې ځایه شوي او یو بشري بحران رامنځته شوی دی.