د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۳

نړۍ

نتانیاهو: په غزه کې د اوربند لپاره مو لوړپوړی پلاوی قطر ته استولی دی

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د دې هېواد یو لوړ پلاوی یې د یرغمل شویو د خوشي کیدو او په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته استولی دی.

د اسراییلو د صداعظم دفتر د شنبې په ورځ د (جنورۍ۱۱مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، نتانیاهو په بیت المقدس کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړې استازي اسیتو ویتکف، د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له استازي او یو شمیر نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، په دې کتنه کې د اسراییلو استخباراتي ادارې "موساد" او امنیتې ادارې "شین بت" مشرانو ته امر شوی چې د یرغمل شویو د خلاصون او په غزه کې د اوربند د خبرو اترو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي.

څه باندې یو کال کیږي، چې د امریکا د متحده ایالاتونه او قطر په منځګړیتوب په غزه کې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند خبرې اترې روانې دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله ترهګریز سازمان بولي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولسمشر ټرمپ وايي په ایران نوي بریدونه یې لغوه کړ

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي دایران له مشرانو سره خبرو کې د پرمختګ له امله یې په دغه هیواد د جمعې دشپې بریدونه لغوه کړل.

دونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال ولیکل: " لدې امله چې دایران اسلامي جمهوریت سره خبرې دایران ترټولو لوړ مشرتابه ته راجع شوي او د هغوی لخوا تایید شوي، زه د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه هغه پلان شوي بریدونه او بمباري لغوه کوم چې ټاکل شوې وه نن شپه ترسره شي. "

ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره د موافقې عمومي او تفصیلي ټکي د ټولو ښکیلو لوریو لخوا تایید شوي چې په کې امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ترکیه، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او نور هېوادونه شامل دي.

د امریکا ولسمشر د دې موافقې د جزئیاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د موافقې د لاسلیک وخت او ځای به ډېر ژر اعلان شي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به تر هغه وخته دوام ولري څو دا موافقه نهايي شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د تازه شخړو له امله د تیلو بیې بیا لوړې شوې

د ایران او امریکا د تازه بریدونو له امله په نړۍ کې د تیلو بیې لوړې او ذ ونډو بازار رالویدلی دی.

نن پنجشنبې د شمالي سمندرد برېنټ تیلو بیه ۱،۷ سلنه زیاته شوې او د هربیرل بیه یې څه کم ۹۵ ډالرو ته رسیدلې او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو بیې شاوخوا ۲ سلنه لوړه شوې او د یوه بیرل بیه نژدې ۹۲ ډالرو ته رسیدلې.

د ختیځې آسیا د اسعاروپه بازارونو کې امریکایي ډالر د یورو، پونډ او ین په وړاندې خپل ارزښت یوڅه له لاسه ورکړ.

تهران ادعاکړې چې هرمزتنګی یې په بشپړډول تړلی؛سینټکام دغه ادعا ردکړې

ایران د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱ ادعا وکړه چې د دې هیواد پرځینو هدفونو د امریکا له خوا د شپې له بریدونو وروسته یې د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړلی دی. ایران خبرداری ورکړ چې هره کشتۍ چې له دې ستراتیژیکې سمندري لارې د تېرېدو هڅه وکړي، تر برید لاندې به ونیول شي. ایراني دولتي رسنیو د ایران د سپاه پاسداران له قوله وروسته خبرورکړچې پردوو کشتیو برید شوی دی.

خو د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د ایران دغه ادعاوې ردکړي او ویلي یې دي چې سوداګریزې کشتۍ لا هم د اوبو له دې مهمې لارې چې د نړۍ د تېلو او ګازو شاوخوا یوه پنځمه برخه ترې تېرېږي، تګ راتګ کوي.

په سیمه کې وروستی کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې امریکا پرایران د بریدونو یوه نوې لړۍ ترسره کړه چې په ترڅ کې یې د دې هیواد د پوځي څارنې وړتیاوې، مخابراتي سیسټمونه، استخباراتي تأسیسات او د هوايي مدافعې مرکزونه په نښه کړل. واشنګټن وویل چې دغه هدفونه د امریکايي ځواکونو او د نړیوالو کشتیو لپاره ګواښ بلل کېدل.

ایران په ځواب کې په بحرین او کویټ کې پر هغو هدفونو چې له امریکا سره تړاو لري، د توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

سپاه پاسداران: په سیمه کې مو امریکايي هدفونه په توغندیو وویشتل

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله یې په کویت کې په الازرق هوايي اډه کې امریکايي پوځي الوتکې وبشتي دي.

سپاه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اډه کې یې د امریکا مهم پوځي تاسیسات او د عملیاتو د کنټرول مرکزونه هم په نخښه کړي دي.

په بیان کې دا ادعا هم شوې چې په اردن کې د امریکا د قوماندې یو مرکز هم په نخښه شوی دی.

تر دې وړاندې کویت اعلان کړی و چې د ایران د بریدونو او د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالېدو له امله یې خپل هوايي حریم په موقتي ډول تړلی او الوتنې یې نورو مسیرونو ته اړولې دي.

د کویت پوځ له خلکو غوښتي چې امنیتي لارښوونې مراعات کړي او معلومات یوازې له رسمي او باوري سرچینو ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د بحرین د پاچا رسنیز سلاکار ویلي چې د بحرین هوايي دفاعي ځواکونو یو شمېر ایراني توغندي او الوتونکي توکي شنډ او له منځه وړي دي.


سنټکام: د ایران پر ضد د دفاعي بریدونو نوې لړۍ بشپړه شوه

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې د «دفاعي بریدونو» نوې لړۍ بشپړه کړې ده.

سنټکام په یوه بیان کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د وسله‌والو ځواکونو پر څارنیزو تاسیساتو، مخابراتي سیسټمونو او د هوايي دفاع پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د بیان له مخې، د امریکا سمندري ځواک، هوايي ځواک او سمندري پلي ځواکونو د لوړ دقت لرونکې وسلې پر هغو هدفونو کارولي چې د امریکايي ځواکونو او د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېدل.

سنټکام ټینګار کړی چې دا بریدونه د ایران د «پرله‌پسې او بې‌دلیله دښمنانه اقداماتو» په ځواب کې ترسره شوي او امریکايي ځواکونه لا هم بشپړ چمتووالی، هوښیارتیا او پوځي وړتیا لري.

سعودي عربستان د «ریاض ایر» په نوم بل هوايي شرکت پرانیست

AVIATION
AVIATION

سره له دې چې سیمه د ایران د جګړې او امنیتي ستونزو له امله له کړکېچ سره مخامخ ده، سعودي عربستان، د «ریاض ایر» په نوم خپل دوهم ملي هوايي شرکت په رسمي ډول پرانیست.

د راپورونو له مخې، دې هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۰مه، له څه باندې یو کال ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړ.

د شرکت د پیل په لومړۍ ورځ، یوه بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکه د سپین او ارغواني رنګ په ځانګړې بڼه له ریاض څخه لندن ته والوتله. دا الوتنه د سعودي عربستان د هغو ستراتیژیکو پروژو برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د تېلو پر عوایدو د اقتصاد د تکیې کمول دي.

«ریاض ایر» د سعودي عربستان دوهم دولتي هوايي شرکت دی چې د سعودیه هوايي شرکت تر څنګ به فعالیت کوي. تمه ده چې دغه شرکت ریاض د نړیوال هوايي ترانزیټ پر مهم مرکز بدل کړي او د دوبۍ له نړیوال هوايي شرکت سره سیالي وکړي.

د دې شرکت پیل په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوی و، خو د بوینګ شرکت له‌خوا د الوتکو د سپارلو د ځنډ له امله ټکنی شو. بوینګ په وروستیو کلونو کې د تولید او خوندیتوب له یو شمېر ستونزو سره مخامخ و.


ټرمپ: زما په امر ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل له هرمز تنګي تېر شول

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ده په امر له تېرې میاشتې راهیسې له هرمز تنګي څخه څه باندې ۱۰۰ میلیون بېرله تېل او تر ۲۰۰ زیاتې سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په «ټروت سوشل» کې لیکلي چې د مې میاشتې په لړ کې یې امریکايي ځواکونو ته یو «پټ ماموریت» سپارلی و، څو په هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونو او نورو سوداګریزو بېړیو ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړې: «نن په خوښۍ اعلانوم چې د دې اقدام په پایله کې له هرمز تنګي څخه تر ۱۰۰ میلیونو ډېر بېرله تېل نړیوالو بازارونو ته رسېدلي او له ۲۰۰ څخه زیاتې سوداګریزې بېړۍ په بشپړ امنیت له دې لارې تېرې شوې دي.»

ټرمپ ادعا کړې چې دا عملیات ځکه بریالي شول چې «د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی، نه د ایران.»

نوموړي د ایران د پوځي ځواکونو د «ماتې» او د دغه هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي: «د ایران کار پای ته رسېدلی دی.»


هګست: امریکا به نن شپه د ایران مهم تاسیسات په نخښه کړي

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسیت ویلي چې د امریکا ځواکونه به نن شپه په منځني ختیځ کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او د ایران مهم تاسیسات به په نخښه کړي.

هګسیت ویلي، دغه بریدونه به «قوي او دقیق» وي او د امریکا پوځي ګټې به پیاوړې کړي، همدارنګه به د واشنګټن ډیپلوماتیک دریځ هم ښه کړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ځواکونه به «نن شپه ډېر بوخت وي».

د امریکا د دفاع وزیر، ویلي چې د ایران «اکثر توغندي خپلو ټاکل شوو هدفونو ته نه رسېږي».

هګسیت همداراز د هغې اپاچي څرخکې د پیلوټانو د وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړی چې هرمز تنګي ته نژدې په یوه پېښه کې ویشتل شوې او نسکوره شوې وه. د هغه په وینا، دواړه پیلوټان روغ دي او د اندېښنې وړ حالت نه لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او واشنګټن د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي

خلک پانامه کې د فیفا نړیوال جام د لویې نمونې (ماډل) سره عکس اخلي.
خلک پانامه کې د فیفا نړیوال جام د لویې نمونې (ماډل) سره عکس اخلي.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن (پنشجنبه) د مکسیکو او جنوبي افریقا په مسابقه پیلېږي.

په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې له یو بل سره ۱۰۴ مسابقې کوي.

درې هېوادونه؛ متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو ددې سیالیو، چې نژدې شپږ اوونۍ دوام وکړي، کوربانه دي.

لومړۍ مسابقه به په مکسیکو سیټي کې وي خو په نورو ورځو کې به دوې – دوې سیالۍ کېږي.

د دوهمې ورځې سیالۍ به د جنوبي کوریا او چک جمهوریت او همداراز د کاناډا او بوسنیا هرزګوینیا ترمنځ وي.

د دې جام سیالۍ به د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې به روانې وي.

ایران وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ، ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ، ارشیف

دایران بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي.

د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ خپلو څرګندونو کې پر خبرو باندې د وروستیو نښتو د اغیز په هکله وویل چې باید دا وڅیړل شي او په ټکو یې «دیپلوماسي او جنګ له یوبل جلا او د یوبل په څنګ او سور کې دي. »

اسماعیل بقايي دغه راز د مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه وویل : «دتیرې شپې تحولاتو ته په کتنه باید وڅیړو، د یپلوماتیک بهیر په تشه کې نه را مینځ ته کیږي.»

د امریکا اردو، د ایران په لاس د خپلې یوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو په غبرګون کې تیره شپه دایران په جنوب بریدونه وکړل او ایران هم په ځواب کې د سیمه په ځینو هیوادونو کې د توغندیو بریدونه وکړل.

د امریکا ولسشمر دونالد ټرمپ چې مخکې یې ویلي وو ایران سره هوکړه نږدې ده، د امریکا د اردو د عملیاتو په جریان کې وویل «مونږ ښه هوکړه درلوده او احتمالا چې بیا به یې هم ولرو.»

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG