د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د کابل د وروستۍ حملې په تړاو د ۵ چارواکو دندې وځنډول شوې


افغان ولسمشر د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د وروستي خونړي برید په تړاو په خپلو دندو کې د غفلت په خاطر د کورنیو چارو وزارت د پنځو لوړ رتبه چارواکو دندې تعلیق کړې.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې ولسمشر اشرف غني دغه پریکړه پرون وروسته له هغې وکړه چې د پېښې په اړه څېړنیز پلاوي خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.

د کورنیو چارو وزارت د اوله درجې مسوولینو په توګه د لاندې کسانو دندې وځنډول شوې:

د کورنیو چارو وزارت د ځینو مسوولینو دندې وځنډولې
د کورنیو چارو وزارت د ځینو مسوولینو دندې وځنډولې

۱: د اداري معینیت د دفتر رئیس او د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي.

۲: د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رئیس ارکان مل پاسوال عبدالمجید صادقي.

۳: د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان پاسوال الهام وردک

۴: د تعلیم او تربیې قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني

۵: د میدان وردک د تربیوي پولیسو مرکز قوماندان مل پاسوال جلالدین رګبار.

د تیرې پنجشنبې په ورځ په پغمان ولسوالۍ کې د میدان وردګو د پولیسو له له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو پر کاروان په دوو انتحاري حملو کې له دیرشو زیات کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت پر غاړه اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG