د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

مشرانو جرګه: د اکاډمۍ پر پولیسو حمله د نظام له داخله پلان شوې وه


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وایي، د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو پر کاروان حمله د هغو کسانو کار دی چې له نظام څخه حقوق اخلي او د دښمن په خدمت کې دي.

د مشرانو جرګې غړي وایې دا حمله د نظام له داخله طرحه شوې وه او باید د پیښې عاملین یې معلوم او مجازات شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د یکشبې ورځ یې د جرګې مشري کوله ټينګار وکړ، که چېرې حکومت د نظام دښمنان ښکاره او مجازات نه کړي دا په دې معنا ده چې د هېواد د پوځيانو په وینې معامله کوي.

سخي: حکومت دې زموږ د اولادونو په وینو باندې سیاسي معامله نه کوي
سخي: حکومت دې زموږ د اولادونو په وینو باندې سیاسي معامله نه کوي

ښاغلي سخي زیاته کړه:

"موږ یو ځلي بیا د ملي وحدت پر حکومت غږ کوو چې زموږ د اولادونو په وینو باندې سیاسي معامله ونه کړي او په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي."

دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې د پنجشنبې په ورځ دوو انتحاري حمله کوونکو د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فارغو شوېو پولیسو د موټرو کاروان تر انتحاري حملو لاندې راوست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې حملو کې ۳۲ تنه وژل شوي او نږدې ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې یوه غړي افضل شامل وویل، که چېرې حکومت هغه طالبان چې د دوی په بند کې دي اعدام نه کړي او هغه سرتېري چې په دې پېښه کې وژل شوي د هغوي وینه له پامه وغورځوي خلک به په دې اړه جدي عکس العمل وښیې.

شامل وویل، که چېرې حکومت هغه طالبان چې د دوی په بند کې دي اعدام نه کړي
شامل وویل، که چېرې حکومت هغه طالبان چې د دوی په بند کې دي اعدام نه کړي

ښاغلي شامل زیاته کړه:

"زما وړاندیز د ولسمشر غني حکومت ته دا دی چې په هر ډول کیږي یو شمېر جنایت کاران چې د بندیانو په نوم د دوی په مېلمستونونو کې دي اعدام کړي ترڅو د وژل شوېو کسانو لپاره تسلیت وي له هغه پرته تاسې وغوړائ یا نه خلک به لارو کوڅو ته را ووځي او کانتینر څه چې فولادي دیوالونه به هم مخه ونه نیسي."

په کابل کې د پنجشنبې ورځې خونړۍ حمله او له هغې وړاندې د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې پر ریاست حمله روان کال په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې تر ټولو خونړۍ حملې بلل کیږي.

په همدې حال کې جمهور رییس غني د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې ترڅو د دې حملې په اړه څېړنه او نتایج یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

یو شمېر سناتوران بیا وایي، حکومت د خلکو تېر ایستلو لپاره تل دا ډول کمېسیونونه او پلاوي ګمارلي خو بیا دا پېښې له یاده وتلې دي.

خو د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وویل چې د څېړنو پایلې به له خلکو او رسنیو سره شریک شي او د دغو څېړنو په اساس به پریکړه کیږي.

چخانسوري ازادي راډيو ته وویل چې د څېړنو پایلې به له خلکو او رسنیو سره شریک شي
چخانسوري ازادي راډيو ته وویل چې د څېړنو پایلې به له خلکو او رسنیو سره شریک شي

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"د دغه کمېسیون کار په ډېر جدیت سره د ولسمشر له خوا تعقیبږي او انشاالله تاسې به ډېر ژر د دغه کمېسیون د څېړنو په اساس د یو شمېر پریکړو شاهدان اووسئ او د سناتورانو د غوښتنې په اړه چې د یو شمېر طالب زندانیانو د اعدام غوښتنه کړې دا له وخته مخکې خبره ده او په هغه اړه به هم غور وشي."

له دې ټولو سره د مشرانو جرګې بل غړي محمد علم ایزدیار وویل، که چېرې حکومت د دې پېښې په اړه چوپه خوله پاتې شي طالبان به له بل هر وخته د افغان پوځيانو هدف ګرځولو ته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG