د مجتمع صلاح په نامه یو غېر دولتي بنسټ وايي چې د ملي پخلاینې د خبرو لپاره د یوې جامع طرحې جوړول، د دې پروسې شفافیت، د اصلاحاتو د بهیر وړاندې کول، د سولې په پروسه کې د مدني ټولنې، ملي شخصیتونو، ښځو او ځوانانو شریکول او داسې نور، د سولې د ټینګښت لپاره مهمې لارې دي.
د دې بنسټ غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته ته وویل، د سولې د ټینګښت دغه لارې چارې یې د هېواد په پنځو زونونو کې خلکو سره د مرکو پر مټ موندلي او یوه څېړنه یې پرې بشپړه کړې ده.
د سولې لپاره روزنېزه او څېړنېزه موسسه چې د مجتمع صلاح د بنسټ غړیتوب لري وايي، له څېړنو یې موندلې چې د سولې په خبرو کې باید ټولې وسله والې مخالفې ډلې شاملې وي.
د سولې لپاه د روزنېزې او څېړنېزې موسسې مشر صلاح الدین درویش وویل:
"د سولې پروسه باید هر اړخېزه وي. ټولې وسله والې ډلې چې له حکومت سره په مخالفت کې دي، باید په دې پروسه کې شاملې وي. د انتقالي عدالت موضوع دې په کې په پام کې ونیول شي. د سولې پروسه دې شفافه وي او کوم شرایط چې په دې پروسه کې ایښودل کیږي باید له خلکو شریک شي."
د مجتمع صلاح غړېو بنسټونو دا هم وویل، د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو او قومونو ترمنځ دې د اړیکو ټینګولو ته هڅې پراخې شي.
سربېره پر دې د دوی په راپور کې راغلي چې د سولې د ټینګښت لپاره دې د سیمې په سطح د هېوادونو ترمنځ د ګډې مبارزې اراده پیاوړي شي.
د مجتمع صلاح راپور دا هم ښيي چې د سولې د عالي شورا هلې ځلې له خلکو پټې او لاسته راوړنې یې اغېزناکې نه دي.
افغان چارواکي وايي، حکومت د سولې پروسې ته لېواله دی او پرمختګونه به یې له خلکو پټ پاتې نه شي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:
"افغان حکومت د خلکو د غوښتنې سره سم د سولې پروسې ته دوام ورکوي، د دې د پرمختګونو څخه به ګام په ګام خلکو ته اګاهي ورکول کیږي، کله چې په دې برخه نتیجه ترلاسه شو، له ولس سره به شریکه شي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل په خپلو ویناګانو د دې ستونزو د اوارۍ لپاره د تدابیرو ژمنې کړي او وايي چې، شته ستونزې به یوه له پسې اواره شي.
راپور: خان محمد سیند