د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۰

احمدزی: د افغانستان د سولې د بریالي کیدو لپاره هېلې زیاتې شوي


د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیراحمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیراحمدزی

د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي، د پاکستان دننه تحولاتو او د افغانستان د سولې په پروسې کې د امریکا او چین په څیر لویو قدرتونو ورګډېدو ته په پام سره، له طالبانو سره د سولې بهیر بریالیتوب ته هیلې ډیرې شوي دي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیراحمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره وروستې هڅې یو طلایي چانس دی او باید د دغه هېواد د بحران د هواري لپاره ښې ګټې ترې واخستل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال وایي، د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره یوه هیله رامنځته شوې ده.

نوموړی یې دلیل په دې بهیر کې د امریکا او چین په څیر قدرتونو ورګډیدل یادوي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پیکنګ ته په خپل سفر کې د افغانستان د سولې خبرو د پیلیدو پر څرنګوالي او پرمختګ له چینایي چارواکو سره خبرې کوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي آزادي راډیو ته وویل چې د سولې خبرو د پیلیدو لپاره د ټاکل شوې څلور اړخیزې کمېټې له هڅو څخه د افغانستان د ټول قشرونه ملاتړ کوي.

ښاغلی نذیر وایي، له لاسته راغلي فرصته باید ډیره ګټه واخستل شي:

"موږ ته د اهمیت وړ خبره دا ده چې له څلور اړخیزې غونډې څخه موږ افغان ملت او افغان دولت، موږ دواړه مجلسونه او نور ټول ورنه ملاتړ کوو.موږ په دې اړه له ولسمشر سره ملاقات هم درلود. زما په اند زموږ لپاره یوازینۍ مهمه غونډه همدا څلور اړخیزه غونډه ده، نه د قطر او نه نورې فرعي غونډي په دې چارو کې هیڅ ډول اغیز ونه لري. دلته چین یوازې نه دی په څنګ کې یې د امریکا رول هم ډیر مهم دی. نو دا یو ښه وخت او طلایې چانس دی او موږ غواړو له دې چانسه ښه کار واخلو."

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه هېواد ته تللي افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د سولې بهیرد بریالیتوب لپاره به تر خپله وسه هڅه کوي او د دې بهیر پرمخ وړلو لپاره د ټاکل شوي څلور اړخېزې کمېټې رول یې اغیزمن بللی دی.

چین وایي، د روغې جوړې لپاره باید ډیر ژر یوه داسې د لارې نقشه برابره شي چې د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ وي.

بل خوا د افغانستان د سولې د بریالیتوب لپاره تر ډیره پام د پاکستان لوري ته وراوړي، ځکه د افغان طالبانو مشران او د هغوی پناه ځایونه په پاکستان کې دي او د ادعاوو له مخې د پاکستان په دولت کې داسې کړۍ شته چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې اوس هم باور دا دی چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر کې صادقانه همکاري نه کوي او له همدې کبله په دې برخه کې تیرې هڅې هم ناکامه شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال وایي، په پاکستان کې دننه تحولات او د سولې په بهیر کې د لویو قدراتونو ښکیلتیا به دا ځل د پاکستان د دوه مخي سیاست مخه ونیسي:

"پاکستان هم اوس دا درک کړې ده او زه په وضاحت سره ویلای شم چې پاکستان به هیڅکله هم نوره دغسې غلطې ونه کړي چې هم د امریکا او هم د چین په څیر دوستان له لاسه ورکړي او د افغانستان په څیر یو ګاونډی چې ۲۶۰۰ کیلومتره پوله ورسره لري، نو زما په فکر پاکستان به هم دومره زورور نه وي چې دا طلایې چانس دوی هم له لاسه ورکړي، ځکه دا نا امنۍ یوازې په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې هم ډیره زیاته ده."

تراوسه د افغانستان د سولې مخامخ خبرو د پیلیدو لپاره دوې مقدماتي څلور اړخېزې غونډې یوه په اسلام اباد او یوه په کابل کې جوړې شوي دي او ټاکل شوې دریمه غونډه به د سلواغې پر اولسمه نېټه بیا په اسلام اباد کې جوړیږي.

افغان ولسمشراشرف غني د اپریل میاشت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG