د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

امریکايي او پاکستاني چارواکي د سولې د لارې پر نقشې غږیدلي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ریچارډ اولس
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ریچارډ اولس

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ریچارډ اولس پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره کتلي او ورسره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

په پاکستان کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخلیوال وايي، په دې خبرو اترو کې پر هغو اقداماتو بحث شوې چې خبرو ته د طالبانو له نه چمتو کیدو وروسته پرې په څلور اړخیزو غونډو کې موافقه شوې وه.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن له پاکستاني چارواکو سره د لارې پر هغې نقشې خبرې کړي چې د هماهنګۍ په څلور اړخیزو غونډو کې پرې موافقه شوې وه.

د ښاغلي زاخلیوال په وینا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزو غونډو کې چې د لارې کومه نقشه یا پلان منلی شوی و، هغه هم د سولې لپاره و او هم په کې دا روښانه شوې چې که طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه شي نو د دې ډلې غړي هېوادونه به کوم اقدامات کوي.

په پاکستان کې د افغان حکومت فوق العاده استازي او سفیر وویل: پاکستان خبرو ته د طالبانو د حاضرو هڅه وکړه خو طالبانو ونه منله.
په پاکستان کې د افغان حکومت فوق العاده استازي او سفیر وویل: پاکستان خبرو ته د طالبانو د حاضرو هڅه وکړه خو طالبانو ونه منله.

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، د ده د معلوماتو له مخې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د امریکا د ځانګړي استازي تر منځ پر همدې اقداماتو خبرې شوې دي:

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"دا چې دوی(طالبانو) ونه منله چې راشي او خبرې وکړي، نو له دې پر وروسته اقدماتو چې طبعاً د لارې د نقشې په چوکاټ کې شته، پر دې ډیر بحث شوی دی.دواړه خواوې چې لیده کاته کوي طبعاً خپلو کې نور معلومات چې ورسره دي شریکوي."

په پاکستان کې د افغان حکومت فوق العاده استازي او سفیر وویل: پاکستان خبرو ته د طالبانو د حاضرو هڅه وکړه خو طالبانو ونه منله.

ښاغلي زاخلیوال تایید کړه چې پاکستان له افغان طالبانو سره اړیکې لري او پر هغوی اغیز لري خو ویې ویل دا اړیکې خپل محدویتونه هم لري او نوموړې یو ډول پیچلې اړیکې وبللې.

نوموړې وویل، خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې د پاکستان پاتې راتګ پر دې معنی نه دی چې موږ ووایو خبره تمامه شوه، بلکې دوی لا هم کولای شي چې پر افغان طالبانو له خپل اغیز کار واخلي او پر هغوی فشار ته دوام ورکړي.

ښاغلي زاخلیوال زیاته کړه، که چېرې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو مهم شرط همدا وي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو تر ټولو غوره او موثره لاره یې د تاوتریخوالي راکمول دي نه زیاتول.

په اسلام اباد کې افغان سفیر پر طالب مشرانو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د خبرو اترو میز ته په راتلو دې په افغانستان کې روانه افغان وژنه پای ته ورسوي.

که په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره د هماهنګۍ په څلور اړخیزو غونډو کې شوې پریکړې عملي شوي وي نو د تیرې مارچ میاشت کې باید افغان حکومت او طالبانو د سولې مخامخ خبرې کړې وې. خو وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره خبرې کول رد کړل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په شمول یې په خپلو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG