د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ارګ: له تروریستي حملو سره-سره به د سولې هڅې روانې وي


د ولسمشر د وياند مرستيال سید ظفر هاشمي
د ولسمشر د وياند مرستيال سید ظفر هاشمي

افغان حکومت وايي، له تروريستي بريدونو سره- سره به د سولې هڅې په عادي ډول مخ ته روانې وي.

خو حکومت ټينګار کوي چې د سولې خبرې به له هغو وسله والو ډلو سره نه کوي چې لاسونه يې د بې ګناه انسانانو په وينه سره وي.

د سياسي چارو کار پوهان بيا په افغانستان کې وروستۍ حملې د استخباراتي سازمانونو کار بولي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

په داسې حال کې چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره هڅې ګړندۍ شوي، ورسره دولت-ضد وسله والو خپل بريدونه زيات کړي دي.

پرون په کونړ او کابل کې دوو ځانمرګو بريدونو شاوخوا ٢٥ کسان ووژل چې دولتي چارواکي يې ډېرى قربانيان ملکيان بولي.

د ولسمشر د وياند مرستيال ازادي راډيو ته وويل چې له دغو حملو سره- سره به د سولې او پخلاينې پيل شوې هڅې دوام وکړي.

خو ظفر هاشمي وويل، له هغو ډلو سره به د سولې خبرې نه کېږي چې ملکيان په نښه کوي:

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"د باعزته او دوامدارې سولې راوستلو لپاره به زموږ ژمنه پرځاى وي، د وسله والو ډلو د حملو او د ملکيانو د وژنې په باب موږ خپل دريځ مشخص کړى، هغه ډلې چې غواړي زموږ خلک په نښه کړي، بې ګناه خلک وژني او تروريستي حملې کوي، موږ ورسره سوله نه کوو. خو هغه ډلې چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د اساسي قانون په چوکاټ کې راسره مذاکرو ته کښېني موږ ورسره خبرې کوو."

د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو له خوا په وروستيو کې د سولې او پخلاينې هڅې بيا ګړندۍ شوي دي.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو تراوسه په اسلام اباد او کابل کې د سولې د لارې پر نقشه څلور غونډې کړي دي.

په عين حال کې په وروستيو کې دولت ضد وسله والو په پلازمېنه او ولايتونو کې خپل بريدونه زيات کړي چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.

د سياسي چارو کارپوه اسد الله ولوالجي پرون ازادي راډيو ته وويل چې په افغانستان کې وروستي بريدونه ښايي د ځينو استخباراتي کړيو کار وي.

ښاغلي ولوالجي زیاته کړه:

"ښايي هغه استخباراتي دستګاه به دغه بريدونه کوي، چې په افغانستان کې د سولې مخالفه ده. يا به هم وسله وال طالبان دا کارونه د دې لپاره کوي چې ځانونه غښتلي وښيي. د جنګ او سولې په تاريخ کې دا څرګنده شوې هغه استخباراتي دستګاه چې نه غواړي دا پروسه بريالۍ يا پيل شي دا ډول کارونه کوي."

په داسې حال کې چې افغان حکومت په وروستيو کې له پاکستانه غوښتي چې د وسلوالو طالبانو لس استازي د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي، افغان حکومت ټينګار لري چې د دې هڅو مشري د افغانانو په لاس کې ده.خو اسلام اباد ويلي دوى ټولو دولت ضد ډلو ته د سولې بلنه ورکړې ده.

که څه هم د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو ترمنځ په تېرو څلورو جوړو شويو غونډو کې د دولت ضد وسله والو کوم استازي برخه نه درلوده، ويل شوي چې ښايي د سولې مخامخ خبرې روانه اوونۍ وشي.

تردې مخکې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر خبردارى ورکړى و چې دولت ضد وسله وال د سولې خبرو ته ښايي زيات وخت ونه لري او که دوى د سولې له خبرو انکار کوي، نو د څلوراړخيزې ډلې له درېيو هېوادونو پاکستان، چين او امريکا څخه به غوښتنه وشي چې د دوى په وړاندې پوځي اقدام وکړي.

د سولې عالي شورا تمه ښوولې چې د وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې استازي به په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG