د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

صدیقي: د پولیسو رنجر کې د طالبانو د پوځي مسؤل د انتقال موضوع څېړو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په بغلان کې د پولیسو په رنجر موټر کې د طالبانو د پوځي مسوول د انتقالولو په تړاو څېړنې روانې دي.

په داسې حال کې چې د بغلان سیمه ییزو چارواکو دا منلې چې دغه رنجر موټر د وردګو ولایت د امنیه قوماندان خلیل انداربي پورې اړوند و خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د طالبانو سره د ښاغلي اندرابي د همکارۍ یا نه همکارۍ په تړاو قضاوت له وخته مخکې دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې په بغلان ولایت کې د پولیسو په رنجر په موټر کې د طالبانو د پوځي مشر لیږدولو په اړه څېړنې روانې دي.

امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت لپاره د طالبانو پوځي قوماندان قاري ظاهر له دوو پولیسو سره چې ویل کېږي د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ اړوند دي یو ځای له رنجر موټر څخه کښته او ونیول.

ښاغلی صدیقي وايي چې په دې برخه کې جدي څېړنې روانې دي، او لا به له وخته مخکې وي چې په قضیه کې د امنیه قوماندان اندرابي د ښکېلاتیا په اړه څه وویل شي.

هغه زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت به دا مسله د ملي امنیت ریاست سره یو ځای په جدي ډول وڅېړي تر څو روښانه شي چې د پولیسو وسایط د پولیسو او د طالبانو له یوه غړي سره څنګه یو ځای پیدا کېږي."

د طالبانو پوځي قوماندان قاري ظاهر د پولیسو له رنجر موټر څخه کښته او ونیول شو.
د طالبانو پوځي قوماندان قاري ظاهر د پولیسو له رنجر موټر څخه کښته او ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د ازادي راډيو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان هڅه کوي چې په امنیتي ځواکونو کې ځانته ځای پیدا کړي خو افغان ځواکونه د دښمن له هرې توطیې خبر دي او د مخنیوي هڅه یې کوي.

خپل منځي حملې او د جنسي استفادو لپاره د پولیسو لیکو ته د وسله والو لخوا د ماشومانو لېږل هغه موارد دي چې د ځينو په وینا په امنیتي لیکو کې د طالبانو نفوذ ښيي.

د ارزګان پخواني امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني ویلي چې طالبان د پولیسو پوستو ته د نفوذ لپاره ښایسته ماشومان لېږي کوم چې وروسته هغوی پولیسو ته مخدره مواد ورکوي او د طالبانو لپاره د حملې یوه اسانه زمینه برابریږي.

د هغه په وینا د جنوري میاشتې څخه تر اپریل میاشتې پورې له دې لارې شپږ حملې شوي کومو چې سلګونو پولیس وژلي او یا ټپي کړي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو یو نه یو ډول نفوذ د اندېښنې وړ بولي وايي چې د دې چارې د مخنیوي لپاره ځانګړي تګ لاره نشته.

د دې چارې د مخنیوي لپاره ځانګړي تګ لاره نشته
د دې چارې د مخنیوي لپاره ځانګړي تګ لاره نشته

د دې کمېسیون مرستیال عبدالحي اخندزاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د امنیتي ځواکونو له ملاتړ پرته او د دغې ډلې سره د لاس له لرلو پرته دوی نه شي کولای چې خپل هدفونو ته ورسېږي باید د امنیتي ځواکونو رهبري ډيرې هڅې وکړي او موږ په دې اړه اندېښمن یو."

په همدې حال کې د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي چې په کشفي او استخباراتي ادارو کې ضعف اوس هم پر خپل ځای دی او دې کار د طالبانو نفوذ ته زمینه برابره کړي ده.

دې کار د طالبانو نفوذ ته زمینه برابره کړي ده
دې کار د طالبانو نفوذ ته زمینه برابره کړي ده

هغه زیاته کړه:

"بدبختانه د قومي، فرهنګي او ایډیالوژیکي جوړښتونو په اساس چې په افغانستان کې حاکم دي او طالبان په یو نه يو ډول له دې لارو له دولتي امکاناتو استفاده کوي، دا چې د طالبانو یو چارواکي په نظامي موټر کې لیږدول کېږي دا ښيي چې لا هم کمزوري شته."

ښاغلی کوهستاني وايي چې د امنیتي ځواکونو په تېره بیا د پولیسو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ مخنیوي لپاره باید د امنیتي ځواکونو د جذب او سوابقو کتلو په وخت کې پاملرنه ډېره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG