د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

چارواکي: طالبان د پولیسو په لیکو کې له بچه بازۍ نه پوځي ګټه اخلي


طالبان د افغان پولیسو په صفوفو کې دننه بریدونو لپاره له پی مخو نابالغو هلکانو کار اخلي.

څو چارواکو او هغو کسانو چې د دغسې بریدونو څخه ژوندي پاتې شوي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې طالبان د بچه بازۍ له شنیع عمل څخه د پوځي اهدافو لپاره کاراخلي.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا دغه ډول عمل نه تایید او نه ردوي.

د ارزګان امنیتي او قضايي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د پولیسو په لیکو کې دننه د ځینو بریدونو لپاره له پی مخو نابالغو هلکانو کار اخیستلی دی.

رپوټ وايي، تېر ژمی او پسرلی لږترلږه شپږ دا ډول بریدونه شوي دي.

دارزګان امنیتي او قضايي چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر پولیسان وژل شوي دي.

غلام سخي روغ لیوني، د ارزګان پخواني امنیه قوماندان آزادي راډیو ته وویل چې ګڼ داسې موارد شته چې طالبانو پی مخي هلکان لېږلي چې د پولیسو په لیکو کې نفوذ وکړي، پولیسان مسموم کړي بیایې له مینځه یوسي.

هغه ویلي چې د پولیسو په لیکو کې هم ګڼ منحرف کسان وو چې د بچه بازي شنیع عمل یې درلوده او د مخنیوي لپاره يې ډیرې هلې ځلې کړي او د ملایانو مرسته یې غوښتې وه:

"هغه لغړځنې هلکان هغه سپین پوستکي هلکان، دوی يې ګمارل پوستو ته چې ورسئ قوماندانانو سره اړیکې ونیسئ، دوی په پوستو کې د آشپز په صفت یا دهلک په صفت هلته نا مشروع اړیکې پیدا کړي او هلته ځان ځای پرځای کړي."

طالبانو پی مخي هلکان لېږلي چې د پولیسو په لیکو کې نفوذ وکړي
طالبانو پی مخي هلکان لېږلي چې د پولیسو په لیکو کې نفوذ وکړي

روغ لیونی وروسته له دې چې په ارزګان کې امنیتي وضعه ناوړه شوه د تیرې اپریل په میاشتې کې کابل ته تبدیل شو.

هغه وايی چې یوه لویه ستونزه داوه چې د پولیس تشکیلات ټول د یوه ځانګړي قوم په لاس کې وه.

د صدیق الله په نامه ترینکوټ ته نږدې د پولیسو د یوې پوستې قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي د پی مخو هلکانو په وسیله بریدونو د پولیسو په لیکو کې ژوره بې اعتمادي رامینځ ته کړې ده.

د مطیع الله په نامه یو پولیس هم ویلي چې طالبانو د دغو تنکیو ځوانانو څخه د تلک په څېر کار اخیستلی.

یوویشت کلن مطیع الله د هغه یوه برید څخه روغ وتی چې تېر اوړی د دهراوود په ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دننه وشو.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې بریدکوونکی د ذبیح الله په نامه یو تنکی ځوان وو چې د پوستې قوماندان ساتلی وو.

مطیع الله ویلي چې دغه هلک یوه شپه ډزې وکړې او د قوماندان په شمول یې اوه پولیسان ووژل.

وروسته یې طالبان پوستې ته راوستل او ټول مړي یې وکتل چې څوک په کې ژوندی پاتې نه وي.

مطیع الله وايي چې ځان یې په مړینې اچولی وو او وروسته له دې چې طالبانو یې ټولې وسلې او مهمات ټول کړل دايې هم وویل چې ټول مړه دي.

طالبان چې د خپل حکومت په دوران کې یې د بچه بازي مرتکبینو ته سخته سزا ورکوله دا نه مني چې د پولیسو لیکو ته به يې تنکي هلکان استولي وي.

طالبان دا نه مني چې د پولیسو لیکو ته به يې تنکي هلکان استولي وي
طالبان دا نه مني چې د پولیسو لیکو ته به يې تنکي هلکان استولي وي

د طالبانو یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:

"د دغسې عملیاتو لپاره یوه ځانګړې لوا لري چې ټول افراد یې بالغ اوږیرور کسان دي."

د فرانسې خبري آژانس وايي چې داسې رپوټونه ترلاسه شوي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د پولیسو په لیکو کې دننه بریدونو لپاره له تنکیو ځوانانو کار اخیستل سوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د طالب یاغیانو لخوا د پولیسو په لیکو کې د بریدونو لپاره د تنکیو ځوانانو څخه کاراخیستل نه تایید او نه ردوي.

دغه وزارت وايي چې اصلاحاتو ته ژمن دی او د پولیسو په لیکو کې بچه بازي یو جدی جنایت ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG