د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۶

جمهوري ریاست هڅه کوي څو د اعدام حکم په عمري بند واړوي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هڅه کیږي څو د اعدام حکم په عمري بند واړوي.

د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وایي، د افغانستان د جزا په قانون کې به تعدیل راوړي او زیاتره هغه جزاګانې به چې د اعدام حکم ورته په نظر کې نیول شوی، په عمري حبس واړوي.

دانش وایي، د افغانستان د جزا په قانون کې به تعدیل راوړي.
دانش وایي، د افغانستان د جزا په قانون کې به تعدیل راوړي.

سرور دانش چې د افغانستان او اروپایې ټولنې تر منځ د بشري حقونو د دویم ملي ډیالوک په غونډه کې یې د چهارشنبې په ورځ ګډون کړی و، وویل چې دا اقدام د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره کیږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې حکومت د بشري حقونو د ساتنې او ملاتړ په برخه کې د خپلو ژمنو پوره کولو ته جدي اراده لري.

دی وايي:

"همدا اوس څه باندې اوه سوه تنه په اعدام محکومین لرو. په راتلونکې کې به د جزا په قانون کې تعدیل راشي او له دې سره به د اعدام موارد له اوسني حالته محدود او را کم شي او زیاتره جرمونو لپاره چې اعدام په نظر کې نیول شوي، په عمري حبس به واړول شي."

افغان حکومت نږدې میاشت مخکې شپږ تنه طالبان چې د درې ګونو محکومو له خوا په اعدام محکوم شوي و، اعدام کړل.

له هغې وروسته د بخښنې نړیوال سازمان اندیښنه وښوده چې د افغانستان په عدلي او قضایې سیسټم کې ستونزې شته او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتنه وکړه څو د اعدامونو پروسه ودروي.

خو ولسمشر اشرف غني له دې وړاندې د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې ویلي و، پر هغوی به د قضایې او عدلي ارګانونو د اعدام حکم په جدیت عملي کړي چې د جګړې له میدانونو نیول شوي دي.

اخوا په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلیبن وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د اعدام د حکم عملي کول د اندیښنې وړ دي.

مېلېبن: اروپایې ټولنه له افغانستان سره د بشري حقونو د حالت د ښه کېدو په برخه کې مرسته کوي.
مېلېبن: اروپایې ټولنه له افغانستان سره د بشري حقونو د حالت د ښه کېدو په برخه کې مرسته کوي.

نوموړي وویل چې اروپایې ټولنه له افغانستان سره د بشري حقونو د حالت د ښه کېدو په برخه کې مرسته کوي او حکومت باید د بروکسل او وارسا تر غونډو مخکې په دې خبره کې جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي مېلېبن زیاته کړه:

"په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نازک او د انديښنې وړ دی. په ځانګړي توګه حقونو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي. د اعدام موضوع، شکنجه، د معلولینو حقوق، د ملکیانو تلفات، د بیان ازادي او عدالت ته د لاسرسي په برخو کې."

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیالې عادلې راز په دغه غونډه کې وویل چې حکومت د بشري حقونو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې او په همدې خاطر به راتلونکی کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې غړیتوب ته ځان کاندید کړي.

راز: حکومت د بشري حقونو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
راز: حکومت د بشري حقونو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

افغان چارواکي استدلال کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د یوې لسیزې لاسته راوړنې په افغانستان کې یو کلک بنسټ رامنځ ته کړی چې په راتلونکې کې به هم د بشري چارو اړتیاوې پوره کړي.

خو د بشري حقونو فعال اسلم جوادي باور لري چې بشري حقونه هغه وخت رعایت او له نقضیدو یې مخنیوی کیدای شي چې یوه قوي عدلي اداره رامنځ ته شي او دغه اداره وکړای شي د بشري حقونو له ناقضینو سره چلند وکړي.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG