په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان د دغه هېواد کانګرس ته خبرداری ورکړی که هغو افغانانو ته چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی امریکا ته د ورتګ ویزې ورنه کړي نو د دوی ژوند به له خطر سره مخامخ شي.
خو مخالفین وايي چې دغه پروګرام سلګونه میلیونه ډالر لګښت لري او په نتیجه کې به یې افغانستان له هغو استعدادونو چې سخت ورته اړ دی بې برخې شي.
په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس د هېواد پوځي پالیسی څېړي، افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان خبرداری ورکړی که هغو ترجمانانو او نورو کسانو ته چې په افغانستان کې یې امریکايي ځواکونو سره کار کړی د ویزې ورکولو پروګرام تصویب نه کړي نو د دغو ولسي کسانو ژوند به خطر سره مخامخ شي.
د دغه پروګرام ملاتړي چې د سنا د مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جمهوري پلوی سناتور جان مککېن هم په کې دی وايي، امریکا ته د دغو افغانانو د ورتګ مخنیوی معقول کار نه دی او که دوی کسان امریکا ته ولاړنه شي نو د طالب یاغیانو بریدونو سره به مخامخ شي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په یولیک کې چې تېره اوونۍ یې سناتور جان مککېن ته استولی د دغو افغانانو د ژوند په هکله خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.
خو مخالفین وايي، دغه پروګرام ۴۴۶ میلیونه ډالر لګښت لري او بل دا چې که دغه زرګونه رسیدلي کسان چې امریکایانو او متحدینو سره یې کار کړی له افغانستانه ووځي نو دغه هېواد به ډېر استعدادونه چې سخت ورته اړ دی له لاسه ورکړي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې سناتور جان مککېن جنرال نیکولسن ته ویلي دي که امریکا ته د دغو افغانانو د ورتګ پروګرام تصویب نه شي نو د واشنګټن اعتبار او په افغانستان کې د امریکا پنځلس کلن مالي او ځاني لګښتونه به زیانمن شي.
د امریکا کانګرس په تېرو دوو کلونو کې دغه پروګرام ته اوه زره ویزې بېلې کړي دي.
د بارک اوباما حکومت د دغه پروګرام لپاره په راتلونکي بودجوي کال کې څلور زره نورې ویزې غوښتي دي.
تر اوسه د دغه پروګرام په ترڅ کې ۳۲۰۰ افغانانو ته ویزې صادرې شوي دي او د زرګونو نورو ویزو د صدور کار روان دی.
د کډوالۍ د نړیوالې ادارې یوه چارواکې بیټسي فیشر وايي، د دغه پروګرام لګښت کېدای شي ترهغه څه یې چې اټکل شوی کم وي.
هغه وايي، اکثر دغه تعلیم یافته افغانان به په امریکا کې ځانته کار او روزګار پیدا کړي او مالیه به ورکړي.