له کله راهیسې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې تودې شوي، یو شمېر هغه ژباړونکي چې له بهرنیو ځواکونو سره يې کار کړی اویا اوس مهال ورسره کار کوي، اندیښنه ښیي چې د دوی له وتلو سره يې ګواکې ژوند له ګواښو سره مخامخ شي.
افغان ژباړونکي وايي، که چېرې بهرني ځواکونه له وتلو سره سمه په خپلو هیوادونو کې دوی ته پناه ورکړي، دوی په راتلونکې کې له احتمالي ګواښونو ژغورل شوي وي؛ خو د یو شمېرژباړونکو له غوښتنې سره سره په بریتانیا او جرمني کې د دوی غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د روان کال له پيله په کندز ولایت کې یوشمېر هغو افغان ژباړونکو مظاهره کړې وه؛ چې په تیرولسو کلونو کې يې له جرمني سرتیروسره دندې اجرا کړي، دغه ژباړونکي په کندز کې د ولایتي بیارغونې یا "پي. ار. ټي" د دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل يې، چې له جرمنیانو سره يې د دندې او قراردادونو نیټې پای ته رسیدلي او اوس نه شي کولی، په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.
دغو ژباړونکو ویل، انديښمن دي، له افغانستان څخه د جرمني ځواکونو له وتلو وروسته به د دوی ژوند له زیاتو ستونزو سره مخ او د وسله والو له راز راز ګواښونو سره به لاس او ګریوان شي.
فرهاد ولیزاده چې دغه مظاهره يې هم تنظیم کړې وه؛ آزادي راډیو ته وویل، چې له جرمنیانو سره يې درې نیم کاله دنده ترسره کړې؛ خو اوس چې په کور ناست دی، نو د نامعلومو کسانو له خوا په مرګ ګواښل کیږي:
"د دندې په وخت نه ډاریدم، خو اوس مې په کندز کې خپل کور راته زندان دی، هر څوک مې پیژني او هر وخت مې مخالفینو ته په پلاس ورکولی شي."
نوموړی زیاته کړه، اوس له جرمنیانو څخه غواړي، څو به دغه هېواد کې د دوی د دندې په بدل کې سیاسي پناه ورکړي، دی وايي، که چېرته جرمني ده ته سیاسي پناه ورنه کړي، نو دی به خپل شکایت تر نړېوالو بشري ادارو او ملګرو ملتونوپورې ورسوي.
د اسدالله په نوم بل ژباړن وايي، چې څه موده وړاندې ځینو کسانو د ده تښتولو هڅه هم کړي وه. اسدالله وايي، له رسنیو سره مرکه کول هم ورته خطر او ستونزې پیښولی شي؛ خو په خبره يې اوس بله چاره نه لري چې خپل غږ پورته کړي؛ هر شيبه مرګ ورته په سر ولاړ ښکاري، د ده په وینا، دی نه پوهیږي چې چېرته ولاړشي.
بل خوا په کندز کې د میشتو جرمني ځواکونو مطبوعاتي مسوول جګړن نیکل ویلي؛ هغو ژباړونکو ته چې رښتیا هم ګواښونه متوجه وي، داسې پلان په نظر کې نیول شوی چې؛ له مخې يې په انفرادي ډول د سیاسي پناه غوښتنلیکونه جرمني سرتیرو ته وړاندې کړي؛ که د برحاله ژباړونکو په اړه خبره چېرته رښتیا وي؛ نو کولی شي، چې موږ ته غوستنلیک وسپاري، موږ پرې غور کوو او بیا پرېکړه کوو.
خو د ده په وینا، هغو کسانو چې قرار دادونه يې پای ته رسیدلي، هغوی دې نورو موسسو کې ځانته کار پیداکړي.
راپور: اجمل آرین - راډیو کندز