د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

افغان ژباړونکي په خپل ځان لګیدلي تورونه رد کړل


په افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو یوه افغان ژباړونکي دا رد کړي چې؛ ګواکې ملکي افغانان يې مړه او یا شکنجه کړي دي.

افغان مقاماتو ذکریا کندهارۍ د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې له عامو خلکو سره په ناوړه چلند تورن کړی او نوموړی يې په همدې تړوا ۶ اونۍ وړاندې په کندهار ولایت کې ونیو.

په هغو اسنادو کې چې د افغان پلټونکو له خوا برابر شوی، ذکریا کندهاری ادعا کوي چې؛ نوموړي ټولې کړنې د هغو امریکايي سرتیرو په امر ترسره کړي چې ده ورسره کار کوه.

افغان چارواکو ویلي ذکریا کندهارۍ د امریکا تابعیت لري خو امریکايي ځواکونه دا ردوي چې ګواکې نوموړی ژباړونکی دی د متحده ایالاتو تبعه وي.
XS
SM
MD
LG