د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۹

د ډنمارک حکومت افغان ژباړونکو ته د پناه ورکولو ژمنه ماته کړه


د ډنمارک یو شمیر پخوانیو پوځیانو د دې هېواد حکومت تورن کړی دی چې هغو ژباړونکي ته یې د پناه په نه ورکولو خپله ژمنه ماته کړې چې په افغانستان کې یې د ډنمارکي سرتېرو د ماموریت پر مهال له دوی سره مرسته کړې ده.

دغو پخوانیو ډنمارکي سرتېرو په یو پرانیستي لیک کې ویلي؛ دې ژباړونکو د ډنمارک بیرغ پر اوږو وړی او د طالبانو د کمینونو په اړه یې د مهمو معلوماتو په راټولولو د دې هېواد خدمت کړی دی.

کله چې په ۲۰۱۳م کال کې ډنمارکي سرتېرو له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ؛ نو د ډنمارک حکومت هغو ژباړونکو ته د پنا ورکولو ژمنه کړې وه چې د دې هېواد له سرتېرو سره یې په افغانستان کې کار کړی و.

د نړېوالو مطالعاتو ډنمارکي انسټیټیوټ د ۲۰۱۴ م کال په ډسمبر کې په یو راپور کې وویل؛ د ډنمارکي سرتېرو له ۱۹۵ ژباړونکو څخه ۱۵۱ ژباړونکو د پنا غوښتنه کړې وه. په دې کې ۴۲ غوښتنلیکونه په بشپړه توګه رد شوي او تر اوسه یوازې شپږو افغان ژباړونکو ته پنا ورکړل شوې ده.

د ډنمارک پخوانیو سرتېرو په فیسبوک کې په یو خپاره کړي پوسټ کې ویلي:

”کله چې وايي، هیڅوک شاته نه پریږدو؛ نو موږ پوځیان او سرتیري دا خبره په ریښتيني معنی اخلو.“

دوی وايي، باور لري چې د ژباړونکو په برخه کې شوې موافقه هسې چې په لومړي بیان کې ویل شوې وه؛ په هېڅ ډول نه دی عملي شوی.

د ډنمارک د دفاع وزارت چې ژباړونکو ته د پنا ورکولو مسوولیت لري؛ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

افغان ژباړونکي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی؛ اوس د سخت دریځو وسله والو څخه چې د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ له کبله پر دوی غوسه دي؛ په ویره کې ژوند کوي.

د بریتانیا په حکومت هم د دې هېواد له جګړې راستنو شویو سرتېرو ورته انتقادونه کړي وو؛ د دوی انتقادونه د دې سبب شول چې په ملاتړ یې دوه اتیازره عامه لاسلیکونه راټول شي. په دې کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتل شوي وو چې افغان ژباړونکو ته دې پنا ورکړي.

وروسته بریتانیا افغان ژباړونکو ته د شپږ سوو په شا او خوا کې ویزې ورکړې.

د امریکا متحدو ایالتونو هم په ورته توګه افغان ژباړونکو او هغو افغان کارکونکو ته چې له خطر ډکې دندې یې ترسره کړي؛ څلور زره ویزې بېلې کړي. خو د افغان ژباړونکو د ملاتړ ډلې وايي؛ دا ټولې شمېرې ډیرې کمې دي.

XS
SM
MD
LG