د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۸

افغان ژباړونکي په آلمان کې سیاسي پناه غواړي


له هغه راهیسې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع توده شوې؛ یو شمېر هغه ژباړونکي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړي، اندیښته ښیي چې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به یې ژوند له ګواښونو سره مخامخ شي.

دغه افغان ژباړونکي وايي، که چېرې بهرني ځواکونه له وتلو سره سم په خپلو هېوادونو کې دوی ته پناه ورکړي؛ ژوند به یې له راتلونکو ګواښونو وژغورل شي.

یو شمیر دغو ژباړونکو په کندز کې د یوې اعتراضیې غونډې پرمهال ویلي؛ په تېرو لسو کلونو کې یې له جرمني سرتیرو سره کار کړی؛ اوس یې چې دندې پای ته رسیدلي؛ نه شي کولای، په خپلو کورونو کې په ډاډه زړه شپې او ورځي سبا کړي.

د دغو معترضو ژباړونکو مشر نوید احمد نوري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په وار وار د دولت وسله والو مخالفینو له خوا په مرګ ګواښل شوي دي:

"د وخت په تېري دو سره له یوې خوا د ایساف ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او له بل پلوه د افغانستان امنیتي وضعیت هم ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې ده؛ چې بالاخره یو شمېر ژباړونکو چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه یا وژل شوي او یاهم له ډېرو امنیتي سوتزو سره لاس او ګریوان دي."

نوری وايي، د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړي وه؛ چې خپل ټولو ژباړونکو ته به پناه ورکوي؛ خو اوس جرمني یو شمېر ژباړونکو ته پناه وکړې او د یو شمېر نورو غوښتنلیکونه یې رد کړي.

د جرمني سرتیرو یو بل ژباړونکي اسدالله رضوان وايي؛ چې کوم اسناد او شواهد چې دوی جرمني ته د قبلېدو لپاره استولي د هغه هېواد له خوا رد شوي دي:

"موږ ته د جرمني هېواد له خوا کوم مثبت ځواب نه دی راکړل شوی؛ هغوی وايي، چې تاسې په (C) لست کې یاست او د کمیسیون له خوا ستاسو کیسونه رد شوي دي؛ آیا هغه کمیسیون چې په برلین کې دی له هغه ځايه زموږ په اړه تصمیم نسي چې؛ تاسې له امنیتي ګواښونو سره مخ نیاست؛ هغوی د کندز له حالاتو څخه څه خبر دي. دوی فقط څو نفرو ته پناه ورکړې؛ د نمونې په شکل، اما دا عادلانه تصمیم نه دي."

دغه ژباړونکي پوښتي، هغه ژباړونکې چې د جرمني له خوا ورته پنا ورکړل شوې؛ له دوی سره کوم توپیر نه لري.

تر اوسه په افغانستان کې میشت جرمني ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل آرین- کندز
XS
SM
MD
LG