د لندن چاپ ډېلي ټیلیګراف ورځپاڼې د دوو افغان ژباړونکو په اړه چې غواړي په اروپا کې میشت شي یوه مقاله خپره کړې ده.
ډیلي ټیلیګراف لیکي، د ناټو یو افغان ترجمان چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده غواړي چې له غیر قانوني لارو اروپا ته مهاجر شي.
د مقالې لیکوال وايي، نجیب چې د سربیا او کرویشیا ترمنځ لار کې په بس کې سپور و؛ خپل څنګ ته ناست کس په اوږه يې لاس کېښود او ترې يې وپوښتل ((ایا موږ به تیر شو؟ لاره خلاصه ده؟))
نجیب دا پوښتنه په فارسي، اردو او فرانسوي ژبو تکرار کړه. د نجیب تر څنګه ناست نفر اخر ځواب ورکړ او په فرانسوي ژبه يې ورته وویل: هو لاره خلاصه ده.
نجیب چې په پینځو ژبوړ خبرې کولی شي دا خبره د بس نورو سپرلیو ته وژباړله.
دغه افغان ژباړونکي ډیلي ټیلګراف ته ویلي؛ ((ما په کابل کې ښه ژوند درلود، ښه تنخوا مې اخسته، ښه کور مې و؛ خو د دې لپاره چې له غربیانو سره مې کار کاوه، طالبانو راته د مرګ ګواښونه کول.))
ورځپاڼه وايي ۴۰ کلن نجیب په کابل او قندهار کې له فرانسوي پوځیانو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی.
ډیلي تیلګراف د بل افغان ژباړونکي چې جرمني يې د پناه ورکولو غوښتنه رد کړې؛ نوم عبدل یادوي.
ورځپاڼه وايي، عبدل د سر بیا په مرکز بیلګراد کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې دی او انتظار باسي چې د بس له لارې کرویشیا ته لاړ شي.
دغه افغان ترجمان ورځپانې ته ویلي؛ وروسته تر هغې چې جرمني رد کړ؛ ده پرته له دې چې د اروپا په لور حرکت وکړي؛ بله چاره نه درلوده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ځینو افغان سرتیرو له خوا له هلکانو سره د ناوړه چلند موضوع یاده کړې ده.
نیویارک ټایمز لیکي، امریکايي سرتیرو ته ویل شوي وو چې د ځینو افغان سرتېرو له خوا له هلکانو سره د ناوړه چلند موضوعات له پامه وغورځوي.
ورځپاڼه لیکي له هلکانو سره د ناوړه چلند او د بچه بازۍ موضوع په افغانستان د اوږدې مودې ستونزه ده.
نیویارک ټایمز لیکي، د هلکانو په جنسي زورونه او د بچه بازۍ په مساله کې زیات هغه کسان ښکیل دي چې یا سیمه ییز زورواکي او یا هم غیر مسوله وسله والې ډلې لري.
دا چې د داسې بشري حقونو اړوند موضوع په اړه په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو پالیسي څه ده؛ په دې اړه د امریکايي ځواکونو ویاند براین تریبوز نیویارک ټایمز ته په یوه ایمیل کې لیکلي:
((له ماشومانو سره د ناوړه چلند موضوع د افغانستان د داخلي جرمونو له قوانینو سره تړاو لري.))
نوموړي ویلي، امریکايي ځواکونه اړ نه دي چې د داسې پېښو په اړه راپور ورکړي؛ خو د براین تریبوز په خبره که چېرته جنسي تیرۍ د جګړې د وسلې په توګه کارول کیږي؛ نو بیا يې په اړه راپور ورکول کیږي.