د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف پر بلوچستان د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد سخت غبرګون ښودلى او دا يې د دواړو هېوادونو اړيکيو او د سيمې د ثبات په لړ کې د سولې روان بهير ته تاواني بللي دي.
ښاغلي راحيل شريف دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پوځ په عمومي قومندانۍ کې په اسلام اباد کې د امريکا له سفير ډيويډ هيل سره د ليدنې پر مهال کړي.
راحيل شريف تر هغې څو ورځې وروسته د امريکا له سفير سره ليدلي چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د روانې مياشت په ٢١مه نېټه په بلوچستان کې پر يوه موټر بريد وکړ او د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور يې په کې وواژه.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي چې جنرال راحيل شريف د امريکا سفير ته پر دغه بريد "سخت غبرګون" ښودلى او دا يې د دواړو هېوادونو اړيکو او د سيمې د ثبات لپاره روانو کوښښونه لپاره هم تاواني بللي دي.
دغه دفتر په يوې خپرې کړې خپرپاڼه کې ويلي:
"په اسلام اباد کې د امريکا سفير د پوځ په عمومي قومندانۍ کې د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره وليدل او په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تر بريد وروسته يې په پيدا شوي وضعيت ورسره خبرې وکړې."
خبرپاڼه زياتوي چې جنرال راحيل شريف د ځمکنۍ بشپړتيا د سرغړونې په لړ کې دا ډول بريدونه د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکيو او همداشان د سيمه ييز ثبات لپاره د سولې روانو هلو ځلو ته هم زيانمن بللي دي.
د بې پيلوټۀ الوتکو د بريد په اړه د پاکستاني پوځ تر غبرګون مخکې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت او وزيراعظم هم دا بريدونه پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى بللى و .
په عين حال کې د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډيوډ هيل په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د بريد په غبرګون کې دغه وزارت ته ورغوښتى و او د دغه بريد په اړه يې ورته احتجاج کړى و.
دغه وزارت په خپلې خبرپاڼه کې ويلي وو چې دا ډول بريدونه به ښايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمينې برابرولو لپاره د څلور اړخيزې کومېټې هڅو ته هم زيان ورسوي.
د پاکستاني پوځ مشر او د امريکا سفير په داسې وخت کې ليدلي چې د افغان طالبانو د چهارشنبې په ورځ د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د خپل مشر ملا اختر منصور د وژنې پخلى او ملا هېبت الله اخونزاده يې د هغه ځای ناستى اعلان کړ.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان تېره ورځ يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مړينې له تاييدولو انکار کړى و.
خو افغان طالبانو رسنيو ته په لېږلي پېغام کې په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د خپل مشر وژنه تاييد کړې او د هغه ځاېناستى يې هم اعلان کړى دى.
چودري نثار همدا راز پر امريکا نيوکه کړې وه چې ولې يې ملااختر منصور چې په پاکستان کې د ولي محمد په نامه اوسېده او د دغه هېواد شناختي کار ډ او پاسپورټ ورسره وو_ د افغانستان، ايران او نورو هېوادونو پر ځاى په پاکستان کې په نښۀ کړ؟
د نثار په خبره، له لندنه د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف تر راستنېدو وروسته به د نېشنل سيکيوريټي کونسل غونډه راوبلي او په دې اړه به پکې تفصيلي بحث وکړي.
راپور: ذبيح مومند