د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان وايي چې حکومت یې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر نه شي تاییدولای.
خان چې پرون سې شنبې په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته څرګندونې کولې، وویل چې دوی به د "ډي، ان، اې" معاینې د نتیجې تر کتلو وروسته، رسمي ځواب ورکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حمله کې د یوه وژل شوي وګړي جسد د "ډي. ان. اې" معاینې لپاره کتل شوی او پایلو ته یې منتظر دي.
چوهدري نصار علي خان وویل:
"د هغه "ملا اختر محمد منصور" د کورنۍ یوه غړي د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ملا اختر محمد منصور مړی ورته وسپاري، موږ د هغه "ډي. ان. اې" معاینه وکړه او څومره ژر چې موږ ته د دې معاینې نتیجه را ورسیږي، له مطبوعاتو سره به يې هم شریکه کړو."
هغه پر خپله خاوره د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حمله د ملګرو ملتونو د سازمان د پریکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو خلاف وبلله او په شدت یې وغندله.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دوی د ملا اختر محمد منصور د مړینې د تایید لپاره هیڅ ډول ساینسي شواهد نه لري.
په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو خبر د شنبې په ورځ خپور شو.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د اختر محمد منصورد وژل کېدو خبر تایید کړ او ویې ویل چې دا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو اساسي پرمختګ دی.
اوباما نن په یوه اعلامیه کې ویلي:"
دا تاید شوې چې هغه وژل شوی دی، هغه داسې څوک وو چې پر امریکايي او ائتلافي ځواکونو یې په ځانګړي ډول، په دوامدار ډول حملې کولې، د افغانانو پر ضد یې جګړه روانه کړې وه او د القاعده په څېر تروریستي ډلو سره یې ملګرتیا کوله."
ولسمشر اوباما ټینګار وکړ چې دا په افغانستان کې د دوی په پوځي ستراتیژۍ کې د بدلون معنی نه لري او ویې ویل چې د امریکا عسکر به په ورځنیو عملیاتو کې چې افغان امنیتي ځواکونه یې کوي، بیا ګډون نه کوي.
خو په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د طالبانو پر مشر د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حمله یو مهم ستراتیژیک بدلون ګڼي.
زلمي خلیلزاد پرون د امریکا غږ اشنا ټلویزیون ته وویل:
"دا یو مهم تغیر دی د پاکستان په سیاست کې، دا قدم پر پاکستان فشار زیاتوي او امید لرم چې امریکا به د پاکستان پر ضد نور قدمونه هم واخلي، پر پاکستان باید ټول اقتصادي کمکونه قطع شي، نه یوازې د امریکا مستقیم کمکونه بلکې غیر مستقیم کمکونه چې نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق یې کوي هم بند کړي، امریکا باید له پاکستان سره امنیتي همکاري هم قطع کړي او که د پاکستان په سیاست کې تغیر نه راځي ، امریکا باید د فشار لپاره نور قدمونه هم واخلي."
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نصار علي خان امریکا ته خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې، له دوی سره له مشورې پرته د وروستۍ حملې له شدیدو عواقبو سره به مخامخ شي.
خو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد په دې باور دی چې د پاکستان شکایت وزن نه لري او د امریکا له لوري داسې حملې ښايي دوام وکړي.
زلمی خلیلزاد:
"زما په نظر د پاکستان شکایت ځکه دومره وزن نه لري چې هغوي په خپله هغو ګروپونو ته یې ځاي ورکړی چې د افغانستان پر ضد جنګ کوي، دا مهمه واقعه وه او دا پاکستان ته قوي اشاره هم ده چې تر دې وروسته به امریکا هغه کار چې تر اوسه یې نه و کړی، یعنې د پاکستان په خاوره کې پر مخالفینو حمله، نه یوازې تر سره کړ بلکې په اینده کې هم کیدای شي."
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نصار علي خان وویل چې د دې هېواد لوړ رتبه امنیتي چارواکي به له صدراعظم نواز شریف سره په ځانګړې غونډه کې پر خپله خاوره دامریکا د بې پیلوټه الوتکې د حملې ځواب وټاکي.