د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د لاهور په انتحاري حمله کې د وژل شوېو شمېر ٧٢ ته لوړ شو


د پاکستان د پنجاب صوبې د مرکز لاهور په يوه تفريحي پارک کې د ځانمرګي بريد د وژل شوېو شمېر ٧٢ ته پورته شوى او ګڼ ټپيان يې لاهم په بېلابېلو دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ ناوخته د دغه ښار د اقبال ټاون په سيمه کې په يوه تفريحي پارک (ګلشن اقبال پارک) کې ځانمرګى بريد وشو چې د چارواکو په وينا لسګونه کسان يې مړه او ټبيان کړل.

پاکستاني رسنۍ د پنجاب صوبې د حکومتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د دغه ځانمرګي بريد د مړو شمېر ٧٢ ته پورته شوى او تر ٣٠٠ زيات په کې ټپيان وو چې ډېرى يې د لاهور په ګڼو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې د ځينو روغتيايي حالت لا هم مرګونى دى.

د دوى په خبره، د بريد په وژل شوېو کې ٢٩ ماشومان او ٧ ښځې شاملې دي او همدا راز په ټپيانو کې هم ګڼ شمېر ښځې او ماشومان دي.

د لاهور ښار د پوليسو يوه مشر ايس ايس پي اپريشنز حيدر اشرف د پېښې په ځاى کې رسنيو ته تاييد کړه چې دا يو ځانمرګى بريد و او بريدګر د خلکو په منځ کې ځان الوزولى دى.

پاکستاني رسنۍ د پنجاب صوبې د حکومتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د دغه ځانمرګي بريد د مړو شمېر ٧٢ ته پورته شوى او تر ٣٠٠ زيات په کې ټپيان وو چې ډېرى يې د لاهور په ګڼو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې د ځينو روغتيايي حالت لا هم مرګونى دى.
پاکستاني رسنۍ د پنجاب صوبې د حکومتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د دغه ځانمرګي بريد د مړو شمېر ٧٢ ته پورته شوى او تر ٣٠٠ زيات په کې ټپيان وو چې ډېرى يې د لاهور په ګڼو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې د ځينو روغتيايي حالت لا هم مرګونى دى.

نوموړي په دې اړه وويل:

"له لومړنيو معلوماتو په ظاهره داسې برېښي چې دا يو ځانمرګى بريد دى چې په پارک کې دننه معصوم ماشومان او عام خلک په کې په نښه شوي دي. که څه هم په ښار کې امنيتي ګواښونه موجود وي، خو د دغه پارک په اړه کوم ځانګړى ګواښ نه و ترلاسه شوى."

د لاهور په تفريحي پارک کې دا ځانمرګى بريد په داسې ورځ شوى چې د نړۍ د نورو هېوادونو د عيسايانو په شان په پاکستان کې هم د دغه مذهب منونکو ايسټر نمانځه.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، د لاهور د دغه ځانمرګي بريد مسووليت د جماعت الاحرار په نوم د تحريک طالبان پاکستان يوې ډلې منلى او وايي چې په دغه بريد کې يې قصداً عيسويان په نښه کړي دي.

په لاهور کې دا بريد د ٢٠١٤میلادي کال په نومبر کې د دې ښار په واګه پوله کې تر بريد وروسته چې ٥٥ کسان په کې وژل شوي وو، په سيمه کې تر ټولو خونړى بريد دى چې ډېرى قربانيان يې عيسويان دي.

د حيدر اشرف په خبره، پوليس او د تحقيقاتي ادارو غړي د پېښې ځاى ته رسېدلي، شواهد يې غونډ او تحقيقات يې پيل کړي دي.

د لاهور ځايي چارواکي وايي، د پېښې له ځايه يې د مشکوک ځانمرګي بريدګر شناختي کارډ موندلى چې له مخې يې نوموړى د پنجاب ايالت د مظفر ګړ اوسېدونکى دى او زياتوي چې امنیتي ادارو د مشکوک بريدګر په اړه د معلوماتو راغونډول پيل کړي دي.

د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په لاهور کې په پارک کې تر ځانمرګي بريد وروسته بېړنۍ غونډې کړي او تر بريد وروسته د رامنځته شوې وضعيت په اړه يې بحث کړى دى.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مسوول پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په مهمې امنيتي غونډه کې چې د استخباراتي ادارو مشران هم په کې وو، د لاهور په بريد کې د بې ګناه ملکي خلکو وژل غندلي او امنيتي ادارو ته يې حکم کړى چې په بريد کې ککړ خلک دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته راولي.

د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په لاهور کې په پارک کې تر ځانمرګي بريد وروسته بېړنۍ غونډې کړي او تر بريد وروسته د رامنځته شوې وضعيت په اړه يې بحث کړى دى.
د پاکستان سياسي او پوځي مشرانو په لاهور کې په پارک کې تر ځانمرګي بريد وروسته بېړنۍ غونډې کړي او تر بريد وروسته د رامنځته شوې وضعيت په اړه يې بحث کړى دى.

په عين حال کې وزيراعظم نوازشريف هم تر بريد وروسته د انګلستان دوره ځنډولې او د خپلې کابينې له وزيرانو سره يوځاى لاهور ته رسېدلى دى.

د پنجاب حکومت د لاهور د بريد په غبرګون کې په دې صوبې کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى چې له امله يې په ټولې صوبې کې تعليمي ادارې او يو شمېر تجارتي مرکزونه تړلي دي.

د يادونې وړ ده چې پر افغانستان و امريکا سربېره هندوستان، ترکي، ځينې نورو هېوادونو او د ملګري ملتونو مشر بانکي مون په لاهور کې په ځانمرګي بريد کې د عامو ملکي خلکو په وژنې د پاکستان له حکومت او ولس سره غمرازي ښودلې ده.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG