د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

په لاهور کې یوې چاودنې نږدې ۷۰تنه وژلي


د پاکستان په لاهور کې پرون په یوه چاودنه کې چې انتحاري حمله بلل شوې نژدې ۷۰کسان ووژل شول او په سلګونو نورهم ژوبل شول.

دغه حمله چې د جماعت الاحرار په نوم له پاکستانې طالبانو سره تړلې یوې ډلې یې مسولیت اخیستی، د پاکستان پر اقلیت مسیحیانو باندې چې خپل مذهبي جشن یې لمانځه، شوې ده.

دې ډلې ویلي په قصدي توګه یې مسیحیان په نښه کړي و.

دا په واګه بندر کې له بریدو وروسته چې ۵۵ کسان په کې وژل شوي وو، په سیمه کې تر ټولو خونړۍ برید دې چې اکثره قربانیان یي مسیحیان دي.

سپینې ماڼۍ هم دغې حمله غندلي او هغه ېې وحشیانه او ناځوانمردانه حمله بللې ده.

چاودنه د پاکستان د لاهور ښار د یوه ګڼه ګوڼې پارک د موټرو درولو په ځای کې وشوه.

چارواکو وویل چې مسیحیانو د یکشنبې د ورځې خپل مذهبي جشن لمانځه.

د چارواکو په وینا په وژل شوېو او ټپیانو کې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د محمد عثمان په نوم د لاهور د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي د پېښې په ځای کې د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل چې په لسګونو کسان وژل شوي او د ژغورنې عملیات هم دوام لري.

د چارواکو په وینا په وژل شوېو او ټپیانو کې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
د چارواکو په وینا په وژل شوېو او ټپیانو کې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د جناح د روغتون یوه مسول ډاکټراشرف وویل، له څلویښتو زیات مړي یواځې دې روغتون ته ور وړل شوي دي.هغه دې روغتون ته د انتقال شوېو ډیرو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم خطرناک وباله.

د جاوید علي په نوم د سیمې یوه اوسیدونکي ویلي چې چاودنه دومره زوروه وه چې د کورټولې کړکۍ يې ماتې شوې.د هغه په وینا د پېښې له ځایه دوړې پورته کیدې او د خلکو چیغې له هرې خوا اوریدل کیدې.

جاوید ویلي ډیر مسیحیان هلته راټول شوي وو.

له پاکستاني طالبانو سره تړلې د جماعت الاحرار په نوم ډلې د دغه بم چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په قصدي توګه يې مسیحیان په نښه کړي و.

احسان الله احسان چې ځان د دې ډلې ویاند پيژني دغه راز خبرداری ورکړی چې نورې حملې به هم ترسره کړي.

هغه پرونی برید د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته یوه پیغام بللی دی.

شریف، د پنجاب ایالت او د هغه مرکز لاهور خپل پیاوړی سیاسي مرکز بولي.

احسان الله احسان چې ځان د دې ډلې ویاند پيژني دغه راز خبرداری ورکړی چې نورې حملې به هم ترسره کړي.
احسان الله احسان چې ځان د دې ډلې ویاند پيژني دغه راز خبرداری ورکړی چې نورې حملې به هم ترسره کړي.

د ګلشن يې اقبال په نوم دغه پارک د لاهور ښار چې اته میلیونه نفوس لري، مرکز ته نژدی دی.

دغه پارک پردې سربیره چې د خلکو لپاره یې د تفریح او ساعت تیري زمینه برابره کړې ډیرو ځوانانو ته یې کاري زمینې هم برابرې کړې دي.

امانت علي یو له دغو ځوانانو دی چې په پارک کې برګر پلوري او پرون هم د چاودنې په مهال په پارک کې و. هغه د چاودنې په اړه رویټرز اژانس ته وویل:

"ما برګر پخاوه چې ناڅاپه مې د یوې قوې چاودنې غږ واورید. سمدستي مې نه شو کولای چې پوه شم څه پیښه وشوه."

لاهور چې د پاکستان یو فرهنګي مرکز ګڼل کيږي او له هند سره پوله لري، په وروستیو کلونو کې نسبتاً امن و.

جماعت الاحرار څه موده مخکې د پاکستان او هند ترمنځ په واګه بندر کې د خونړي برید مسولیت هم په غاړه اخیستی و.په دغه برید کې ۵۵ کسان وژل شوي و.

سپينې ماڼۍ دغه حمله غندلې او هغه یې یوه ناځوانمردانه او وحشتناکه حمله بللې ده.
سپينې ماڼۍ دغه حمله غندلې او هغه یې یوه ناځوانمردانه او وحشتناکه حمله بللې ده.

سپينې ماڼۍ دغه حمله غندلې او هغه یې یوه ناځوانمردانه او وحشتناکه حمله بللې ده.

سپینې ماڼۍ ژمنه کړې چې د هغو کسانو په ځپلو کې به له پاکستان سره په ګډه کار وکړي چې په دې هېواد کې ویره خپروي.

په لاهور کې دغه حمله پرون داسې مهال وشوه چې اسلام آباد د پولیسو او ممتاز قادري د پلویانو ترمنځ د اخ وډب شاهد وو.

قادري چې په ۲۰۱۱ کال د یوه والي د وژلو په خاطر په اعدام محکوم شوی و، تیره میاشت پرې د اعدام سزا عملي شوه.

XS
SM
MD
LG