د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

لاهور: د هند پولې ته څېرمه ځانمرګي بريد ٥٤ کسان وژلي


د پاکستان د پنجاب ايالت مرکز لاهور کې د هند پولې ته نزدې د واهګه په سرحدي ښارګوټي کې يوه ځانمرګي بريد د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنۍ د لاهور ښار د امنيتي او روغتيايي چارواکيو په حواله وايي چې د يکشنبې په ورځ د هند پولې ته نزدې د لاهور په واهګه سيمه کې ځانمرګى بريد شوى چې په ترڅ کې يې، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لږه تر لږه ٥٤ کسان وژل شوي او تر ٧٠ زيات ټپيان شوي دي.

دوى وايي، چې وژل شويو کې ١٠ مېرمنې او ٧ ماشومان هم شامل دي او په خبره يې، چې په ټپيانو کې هم ډېرى مېرمنې او ماشومان دي، چې د ډېرو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د واهګه په پوله هرماښام د بیرغونو د ښکته کولو پرمهال ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وي او د چارواکيو په وينا، ځانمرګي بریدګر د بیرغ تر ښکته کولو لږه شېبه وروسته په یاده سیمه کې ځان الوزولی ، چې پر لاهور ښار سربېره ورته د پاکستان له بېلابېلو سيمو زرګونه کسان ورغلي وو.

که څه هم په دې سيمه کې تر ځانمرګي بريد وروسته، د چاودنې د نوعيت په اړه متضادې دعوې کېدلې، خو د پنجاب ايالت د رينجرز يا نيمه پوځيانو مشر جنرال طاهر زمان د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې دا يو ځانمرګى بريد و، چې د هند پولې ته بيخي نزدې شوى:

" دا يو ځانمرګى بريد واو بريدګر غوښتل چې د بېرغ ښکته کونې غونډې ته ځان ورسوي، خو هدف ته تر رسېدو مخکې يې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچوول. زه بايد ووايم چې دا يوه ډېره ناوړه پېښه وه، چې زموږ لسګونو هېوادوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ."

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د پاکستان د نيمه پوځيانو يا رينجرز ٣ سرتېري هم وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد رسنيو ته د خپلو سترګو ليدل حالى داسې ووايه:

" موږ د امنيتي ځواکونو له خوا د بېرغ ښکته کونې غونډې ته چکر راغلي وو، چې بېرته راووتو، نو يوه زوروره چاودنه وشوه او هر څه دوړو کې پټ شول."

د ځانمرګي بريد امله د هند پر پوله پروت د پاکستان د ګمرک ودانۍ او همداراز يو شمېر نورو دولتي او غېر دولتي ودانيو ته سخت زيان رسېدلى.

د ځانمرګى بريد ټپيان د پنجاب ايالت دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي او د لاهور ښار او همداراز د واهګه ښارګوټي په روغتونونو کې اضطراري حالت اعلان شوى دى.

د بريد په وژل شويو کې د پنجاب ايالت د فيصل اباد ښار د يوې کورنۍ ٨ غړي هم دي، چې واهګه ښارګوټي ته د چکر لپاره ورغلي وو.

د هند پولې ته نزدې د واهګه په سرحدي ښارګوټي کې دا ځانمرګى بريد په داسې حال شوې، چې په پاکستان کې د محرم الحرام د مياشتې په مناسبت کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ددې هېواد ټول ستر ښارونه د خلکو پر مخ تړل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، ددې ځانمرګي بريد مسووليت د احرار الهند په نامه وسله والې ډلې منلى، چې څه موده مخکې يې له طالبانو بېلتون اعلان کړى.

د پاکستان صدراعظم، ولسشمر، يو شمېر نورو چګپوړو چارواکيو او همداراز د دې هېواد د سياسي ګوندونو ځينو مشرانو د هند پر پوله ځانمرګى بريد غندلى او حکومت امنيتي ادارو ته د چټکو څېړنو امر کړى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG