د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

د جمیعت الاحرار ډلې هندوستان ته هم د بریدونو خبرداری ورکړی


د پاکستاني طالبانو څخه هغې بیلې شوې ډلې چې په دې وروستیوکې یې لاهور ښارته نژدې په واګه کې د خونړي برید مسولیت پرغاړه اخیستی و هندوستان کې هم د ورته بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د جمیعت الاحرارپه نوم د دې ډلې ویاند احسان الله احسان ویلي، هندوستان د دوی له لاس رسي لرې نه دي.

د پاکستاني طالبانو څخه بیله شوې ډله وايي، دوی که د سرحدي پردې غاړه بریدونه کولی شي، اخوا هندوستان ته هم د ورته بریدونو لپاره ورتلی شي.

د یکشنبې په ورځ لاهورته نژدې په د واګه سرحدي سیمه کې چې کله خلک د ورځني پوځي پریډ له نندارې څخه د بیرته ستنیدو په حال کې وو، یو ځان وژونکې ورته نژدې چاودنه وکړه چې لږترلږه پنځه پنځوس کسان یې ووژل او تر یو سلو شل زیات نور یې ټپیان کړل.

جیمعت الاحرارډله یوه له هغو څو ډلو څخه وه چې د دې برید مسولیت یې پرغاړه واخیست.

د پاکستاني طالبانو دې ډلې د سیپټمبر په میاشت کې له خپل مشرتابه څخه د بیلتون اعلان وکړ.

د دې ډلې ویاند احسان الله احسان د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هندوستان به د دوی د بریدونو راتلونکې هدف وي.

نوموړې د فرانسې خبري اژانس سره د خبرو پرمهال د هند صدراعظم نریندرمودي ته خبرداری ورکړ چې هېواد یې د دوی له لاس رسي لرې نه دی.

احسان الله احسان وايي، که چېرې دوی د سرحد پردې غاړه برید کولی شو، نو د سرحد پربله غاړه هم برید کولی شو. هغه زیاته کړه چې د پولې اغاړه هم لاس رسی لري.

د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې احسان الله احسان یو وار بیا ټینګار وکړ چې په واګه کې برید د دوی له خوا شوی او دا ډله به ډیر زر یوه ویډیو خپره کړي چې ثابته به کړي دا برید دوی کړی.

په واګه کې د دې خونړۍ چاودنې مسولیت پاکستان کې څو وسلوالو ډلو پر غاړه اخیستی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، له دې داسې ښکاري چې د پاکستان د طالبانو تحریک نوم په دې وروستیو کې ویشل شوی دی.

وژل شوي حکېم الله مسود ته وفاداره د پاکستاني طالبانو ویاند عبدالله هم د دې برید پړه منلې وه او ویلي یې وه دا برید دوی د حکېم الله مسود د غچ په توګه ترسره کړی دی.

د جندالله په نوم یوې دریمې ډلې له خولې هم یوشمېر پاکستاني تلویزوني چېنلونو ادعا خپره کړه چې د واګه برید یې خپل کار باله.

خو په سیپټمبرکې د پاکستان د طالبانو له تحریک بیلې شوې ډلې جیمعت الاحرار دا ادعاوې بې ځایه بللې او ویلي د چاودنې ترشا ددوی لاس و.

د دې ډلې ویاند احسان الله تردې مخکې رسنیو ته په استولي ایمیل کې ویلي و د واګه چاودنه یې په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو د انتقام په توګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG