د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

د تورخم دروازه تر څلورو ورځو وروسته پرانېستل شوه


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د جمعې په ورځ د تورخم د تړلې دروازې د پرانېستلو امر ورکړى چې په نتيجه کې دا لار يو ځل بيا د ترافيکو او مسافرو پرمخ پرانېستل شوې ده.

د تورخم دروازه د تېرې سې شنبې په ورځ هغه وخت د هر ډول ترافيکو او مسافرو پر مخ وتړل شوه چې د افغانستان سرحدي مسولينو د پاکستان له لوري په پوله د اغزن تارلگولو او تعميراتي کار سره مخالفت وښوده او پر پوله يې د هغوى تعميراتي کار ودرولو.

د پاکستان پوځي مقاماتو د تورخم درازې د پرانېستلو پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال له ښاغلي راحيل شريف سره وليدل او په دوه اړخيزو اړيکيو او يو شمېر نورو مساېلو يې ورسره خبرې وکړې.

د پوځ مطبوعاتي څانګې مسوول پر خپل ټويټر پاڼې د ښاغلي راحيل شريف او ډاکټر زاخېلوال د ليدنې په اړه ليکلي:

د پاکستان پوځي مقاماتو د تورخم درازې د پرانېستلو پرېکړه کړې
د پاکستان پوځي مقاماتو د تورخم درازې د پرانېستلو پرېکړه کړې

"په دغه ليدنه کې دواړو خواوو په سرحدي چارو او له سيمې څخه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره په کوښښونو خبرې وکړې او دا پرېکړه وشوه چې د تورخم دروازه بۀ په سملاسي ډول پرانېستل کېږي."

په عين حال کې په پاکستان کې د افغانستان سفير پر خپلې فيسبوکپاڼې له ښاغلي راحيل شريف سره د ليدنې په اړه ليکي:

"همدا اوس می د پاکستان د اردو د مشر ښاغلی راحیل شریف سره د تورخم او همدارنګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ژورو ستونزو او عواملو په اړوند تفصیلی ناسته درلوده چی په پایله کی نوموړی په تورخم کی خپلو قواو ته لارښوونه وکړه چی د تورخم مزی همدا شیبه د مسافرینو او سوداګریزو توکو په مخ خلاصه کړی او په راتلونکی کی هم ددری ورځو مخکی په څیر ستونزی د تورخم د مزی په تړلو ونه انجامیږی، زه د نوموړی ددی قاطع مثبت موقف څخه مننه کوم."

افغان سفير د پوځ له مشر سره تر ليدنې يوه ورځ مخکې پر فيسبوکپاڼې ويلي وو چې له پاکستاني چارواکو سره يې د تورخم دروازې د پرانېستلو په اړه ملاقاتونه بې نتيجې پاى ته رسېدلي چې په نتيجه کې يې ښايي د تورخم دروازه بنده پاتې شي.

د راپورونو له مخې، د پولې په دې خوا ګڼ شمېر افغانان چې ډېرى يې د درملنې لپاره خيبر پښتونخوا ته راغلي وو، د تورخم دروازې د تړل کېدا له امله د لواړګي په جوماتونو او مارکېټونه کې دېره او د لارې د پرانېستو په انتظار وو.

دا لومړى ځل دى چې د پاکستان او افغان سرحدي امنيتي ځواکونو د لانجې له امله د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

دا لومړى ځل دى چې د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل شوې
دا لومړى ځل دى چې د تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل شوې

د يادونې وړ ده چې د تورخم هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي چې په دوى کې ګڼ شمېر د هغو افغان ناروغانو دى چې د درملنې په پار خيبر پښتونخوا او د پاکستان نورو سيمو ته راځي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG