د تورخم لاره پاکستاني لوري د سې شنبې په ورځ وتړله. د دروازې دواړو لورېو ته یو شمېر افغانان انتظار دي چې کله به دا لاره پرانېستل کیږي.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو استازېو له پاکستاني لوري سره د دې ستونزې د هواري لپاره خبرې کړې دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال وایي چې د جمعې په سهار پر دې موضوع له پاکستاني چارواکو سره غږیدلی، له ښاغلي زاخیلوال سره د مرکې په پیل کې احمد شیبر لوموړی د دې خبرو د نتیجې پوښتنه کړې ده: