د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

جنرال نيکولسن او راحيل شريف د افغان سولې په اړه خبرې کړي


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره پر دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر «ISPR» په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو پوځي مشرانو د دوشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې سره ليدلي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ مأموريت د مشر قوماندان تر ټاکلو وروسته دا پاکستان ته د جنرال نيکولسن لومړى سفر دى.

د پوځ مطبوعاتي دفتر په خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:

"دواړو مشرانو په دغې ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو علاوه د سيمې پر امنيتي وضعيت، په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې په همکارۍ او د افغانستان د مفاهمتي عمل په اړه خبرې کړي دي."

خبرپاڼه همدارز زیاتوي چې جنرال نيکولسن د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني پوځ ضرب عضب پوځي عمليات او همداراز د سيمې د امنيت لپاره د دوى هڅې ستايلي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ مأموريت نوي مشر په داسې وخت کې د پاکستاني پوځ له مشر سره د افغانستان د مفاهمتي عمل په اړه خبرې کړي چې په دې وروستيو کې د دغې پروسې په لړ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا د استازو څلور اړخيزې کمېټې څو غونډې شوي دي.

د دغې کومېټې وروستۍ غونډه څه موده مخکې په کابل کې شوې وه چې په پاى کې يې د کمېټې غړو هېوادونو په يوې ګډې اعلاميه کې د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو غوښتي وو چې له حکومت سره دې مذاکراتو ته کېني.

که څه هم ويل کېدل چې د روانې مارچ مياشت په پيل کې به په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې وشي، خو دا خبرې تر هغې وروسته تر نامعلوم وخت پورې وځنډېدې چې د افغان طالبانو مشرتابه له حکومت سره مذکرات د خپلو شرطونو په پوره کېدو پورې مشروط کړل.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG