د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

زاخېلوال: ۴ اړخیزه غونډه کې د پخوانیو ژمنو په عملي کېدو غږېږو


افغان حکومت وايي، دوی اوس هم له پاکستان څخه ددې تمه نه لري چې طالبان دې ورسره د سولې خبرو ته کینوي، خو په هغه څلور اړخیزه غونډه کې به د سفیر په کچه ګډون وکړي چې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزير نصير اندېشه ازادي راډیو ته وویل، د سولې د خبرو په اړه د افغانستان دريځ تغير نه دی کړی او هغه دا چې له پاکستان تمه نه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

خو نوموړي وویل په اسلام اباد کې افغان سفیر به په دې څلور اړخیزو خبرو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلېوال هم ازادي راډیو ته وویل د اسلام اباد په کوربه توب د امریکا چین او د افغانستان د استازو په ګډون د څلور اړخیزو خبرو په پنځم دور کې ګډون کوي.

نوموړې په دې اړه چې په دې غونډه کې به پر کومو مسلو خبرې وشي وویل، دا چې طالبان د جګړې لاره انتخاب کړه نو په غونډه کې به له دې وروسته په نورو اقدامانو بحث وکړو:

"طالبانو په وضاحت د جګړې لاره انتحاب کړه، پسرلني عملیات یې پیل کړل چې له نیکمرغه په کې بریالي نه وو، نوپه دې څلور اړخیزو خبرو کې به پر هغو اقداماتو بحث متمرکز وي چې سولې ته د طالبانو د نه حاضرېدو په صورت کې باید ترسره شي."

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون څلور اړخیزې ډلې ، تر دې مخکې څلور غونډې کړي او په کې یې د افغانستان د سولې لپاره پر یوې کړنلارې بحثونه کړي.

په کابل کې د دې څلور اړخیزې ډلې، د څلورم دور خبرو وروسته په ګډه اعلامیه کې تمه ښودل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د مارچ په لومړیو کې ترسره شي.

خو طالبانو نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره یې د سولې مخامخ خبرې رد کړې بلکې د عمري په نوم یې پراخ پسرلني عملیات اعلان کړل او د مرکز کابل په شمول یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خونړۍ حملې وکړې.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د چارشنبې د ورځې په غونډه کې افغانستان له پاکستاني لورې کومه نوې ژمنه نه غواړي.

ښاغلي زاخېلوال وویل په پخوانیو څلور اړخیزو غونډو کې د لارې د نقشې په نوم د سولې پلان کې د دې یادونه شوې چې که طالبان سولې ته حاضر شي څه اقدامات به کېږي او که نه شي باید څلور واړه هېوادونه څه اقدامات وکړي، نو ځکه موږ د کومې نوې ژمنې تمه نه لرو:" بلکې پر هغو ژمنو خبرې کوو چې مخکې پرې موافقه شوې او د دې ژمنو عملي کېدل غواړو."

تقریباً یوه میاشت مخکې په کابل کې له یوې لویې خونړۍ حملې وروسته، افغان ولسمشر وویل نور له پاکستانه د دې تمه نه لري چې طالبان دې ورسره د سولې خبرو ته کېنوي، خو ترې غواړي چې د هغو طالبانو پر ضد دې اقدامات وکړي چې په پاکستان کې مېشت دي.

یو شمېر کارپوهان وايي، پاکستان د نړیوالې ټولنې څخه د ګوښه کېدو خواته روان دی او له همدې کبله هڅه کوي چې د داسې غونډو په جوړولو د باور د ترلاسه کولو هڅه کوي.

افغان چارواکو وخت په وخت ویلي چې پاکستان، په تېرو څوارلس کلونو کې د افغانستان سره د سولې په خبرو کې صداقت او ریښتینولي نه ده ښودلې.

افغان حکومت همدارنګه ګواښ وکړ چې که پاکستان د هغو افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې به د پاکستان پر ضد خپل اعتراض راپورته کړي.

XS
SM
MD
LG