د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د طالبانو حملې او د سولې هڅې


ستراتفورکامینټري خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان د سولې هڅو ته اشاره کړې او لیکي، طالبانو خپلې پسرلنۍ حملې په داسې کال کې پیل کړي چې د څلور اړخیزو خبرو د همغږۍ ډلې د سولې له لارې د کړکېچ د حل لپاره تروسې وسې هڅه وکړه.

د خپرونې په وینا د څلور اړخیزو خبرو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلې بې ګټې هڅې وکړې خو د افغانستان حکومت د بېساري پوځي عملیاتو د ژمنې په وسیله ځواب ورکړ.

سټراتفور کامینټري لیکي، په افغانستان کې چې له ۱۴ کلونو راهیسې جګړه په کې روانه ده دا هرڅه د سولې لپاره د یوه بد شګون نښې دي خو خپرونه زیاتوي چې لاهم د خوشبینۍ لپاره دلایل شته.

سټراتفور کامینټري وړاندې لیکي، ګڼ شمېر هېوادونو په افغانستان کې چې د خپلې شاوخوا سیمې د وصل مرکز ګڼل کېږي د امنیت د ټینګښت لپاره پانګونه کړې.

خپرونه زیاتوي، نشو ویلای چې په افغانستان کې به سوله خامخا ټینګېږي، خو د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو راتلونکې به کورنیو پالیسیو، نړیوالو سیاستونو او سیاسي جغرافیې ته په پام سره ټاکل کېږي.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې اسټرالیایۍ مېرمنې د برمته کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي چې د دې مېرمنې ۹۱ کلن پلار د تښتوونکو له منګولو د خپلې لور د خلاصېدو غوښتنه کوي.

۶۰ کلنه کاترین جین ویلسن د پنجشنبې په ورځ په جلال اباد کې له یوه دفتر څخه وتښتول شوه.

د دې مېرمنې پلار براین ویلسن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د خپلې لور د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.

ویلسن له یرغمل نیوونکو څخه غوښتي دي چې لور یې ژوندۍ پرېږدي او زیان ور ونه رسوي.

کاترین جین ویلسن له څه باندې شلو کلونو راهیسې د ښځو د حقونو او کورنیو ته د څښاک د اوبو د برابرولو په برخو کې په افغانستان او نورو هېوادونو کې له خیریه ټولنو سره کار کاوه.

نوموړې له دې مخکې په بهر کې له افغان کډوالو سره د ډنمارک د مرستو په پروژو کې کار کاوه.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې او یوځل بیا یې د ریزه ګل کیسه چې د کورني تشدد قرباني شوې ده، یاده کړې.

ریزه ګل هغه مېرمن ده چې مېړه یې په تېره جنوري میاشت کې د دې پوزې پرې کړه او دې مسئلې په افغانستان او نړۍ کې یوځل بیا خلک سخت په غوسه کړل.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغان حکومت چارواکو، د بشري حقونو نړیوالو ټولنو او حتی طالبانو د ریزه ګل په وړاندې تشدد وغانده، خو د ورځپاڼې په وینا د دې مېرمنې کیسه ښيي چې له طالبانو او ډېری نارینه افغانانو څخه د ښځو د حقونو د اخیستلو او د ښځو د آزادي په برخه کې ژمنې ناکامې شوي.

ورځپاڼه د ښځو د حقونو د یوې فعالې سپوږمۍ اکسیر له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان ښځې، خپل فرهنګ، خپلو نارینه وو او خپل سیاست ته تسلیم شوې بې ژبې قربانیانې دي.

نیویارک ټایمز د مطلب په پای کې د فلم جوړوونکې صحراکریمي وینا رااخیستې ده چې پر ریزه ګل له حملې مخکې یې ویلي و، په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعینو له ښځو سره د مرستو له پروژو څخه خورا زیاتې پیسې وګټلې په داسې حال کې چې د دوی پروژې ډیرې کوچنۍ وې او ځکه یو زیات شمېر لوستې مېرمنې له افغانستانه وتلو ته اړوتې.

XS
SM
MD
LG