د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

"افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی"


د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي، په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دى او په دې لړ کې پاکستان پر خپل عزم ټينګ ولاړ دى.

د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې وويل چې پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره سنجيده او پرله پسې هلې ځلې او همداراز د سولې په بهير کې مرسته کوي.

نوموړي همداراز خبرې اترې په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټولو غوره لار وبلله.

ښاغلي ذکريا د دې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د سولې د بهير په لړ کې د افغان طالبان او نور وسله وال د مذاکراتو مېز ته راوستل يواځې د پاکستان ذمه واري نه ده، بلکې د څلور اړخيزې کومېټې ټول غړي هېوادونو دا عزم لري.

نوموړى په دې اړه وايي:

"پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره سنجيده او پرله پسې هڅې کوي، موږ همداشان جدي کوښښ کوو چې د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د افغانستان د سولې د پروسې کې مرسته وکړو، موږ په دې باور يو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره تر ټولو ښه لار خبرې اترې دي او بايد ووايو چې طالبان او نور د خبرو مېز ته راوستل يواځې د پاکستان ذمه واري نه ده، بلکې د څلور اړخيزې کومېټې ټول غړي په افغانستان کې د سولې او پخلاينې عزم لري."

د تېر کال په دسمبر په اسلام اباد کې د ايشيا زړه کنفرانس پر مهال د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازيو په ګډون يوه څلور کومېټه جوړه شوه چې په افغانستان کې د سولې او افغان حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لپاره يې هڅې پيل کړي دي.

تر دې دمه د دغه څلور اړخيزې کارډېنشن کومېټې څلور غونډې شوي چې دوه يې په کابل او دوه نورې په اسلام اباد کې ترسره شوي دي.

که څه هم د دغه کومټې په وروستۍ غونډه کې پر طالبانو غږ شوى و چې له حکومت سره دې خبرو اترو ته کېني او ويل کېدل چې ښايي د تېرې مياشتې په لومړۍ کې د دواړو غاړو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پيل شوې واى، خو د طالبانو له خوا له خبرو تر انکار او د شرطونو تر رامنځته کېدا وروسته دا خبرې وځنډېدې.

په عين حال کې افغان چارواکو په دې وروستيو کې يو ځل بيا پر پاکستان تور لګولى و چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي او هغوى په افغانستان کې ناامنيو ته هڅوي.

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند دغو تورونو ته په اشاره وويل چې د دې ګټه به يواځې هغو خلکو ته ورسېږي چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي او په خبره يې چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو د پاکستان په ګټه دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG