د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د افغان سولې په اړه د ګڼو لویدیځو ورځپاڼو تبصرې


دي ډیپلوماټ مجلې د نن ورځې په ګڼه کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي چې له مخکې لا د یوې تروريستي ډلې سره د سولې خبرې اسانه کار نه وو.

مقاله لیکي چې هغه حکومتونه چې د خلکو په راېو انتخاب شوي وي، په اخلاقي لحاظ دا خبره ورته ګرانه وي چې له داسې ډلو سره خبرې وکړي چې لاسونه يې د خلکو په وینو لړلي وي او تروريستي فعاليتونه يې کړي وي.

مقاله لیکي چې تر هغې شېبې رسېدل چې دواړه مخالف لوري موافقه وکړي، کلونه زيار او کار غواړي چې ښايي بهرنيان ورباندې ونه پوهيږي.

ډیپلوماټ مجلې ليکلي چې تردې مخکې چې د سولې موافقه وشي، يو شمېر نورې موافقې بايد وشي چې په کې د مذاکراتو وړاندې موافقې، منځ مهالې موافقې، د خبرو د چوکاټ موافقې او د پلي کولو موافقې شاملې دي.

مقاله ليکي چې د افغانستان امنیت اوس هم له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخامخ دی او سخت دريځي او جهاديان د دغه هېواد سولې ته خطر پېښوي.

مقاله لیکي چې د کابل حکومت غواړي طالبان خپلې حملې بندې کړي که غواړي سوله وشي.

د افغان حکومت بله مهمه غوښتنه دا ده چې طالبان بايد د اسلامي امارات نوم کارول پرېږدي.

بل لوري ته د یو شمېر طالبانو غوښتنه دا ده چې يو شمېر طالبان بايد له تور لېسته وايستل شي، بنديان راخوشې شي او د دوی شتمنۍ بايد کنګل نه شي.

مقاله وايي چې داسې ښکاري افغان حکومت په سوله يېزه توګه جګړې ته د پای ټکۍ ايښودلو لپاره کوم پلان نه لري.

پر دې هرڅه سربېره په اقتصادي، سیاسي او ټولنيزو برخو کې د افغانانو نارضايتي لا ستونزې زياتې کړي دي.

مقاله لیکي چې عامه ذهنیت داسې دی چې پاکستان د سولې په بهير کې لويه ونډه لرلای شي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز پر طالبانو د پاکستان نفوذ منلی وو او ويلي يې وو چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري ځکه چې د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې دي او هلته روغتيايي اسانتياوې تر لاسه کوي.

مقاله وايي چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې بې ثباتي ته لمن وهي ځکه چې د پاکستان پوځ د ترورېزم پر ضد انتخابي مبارزه کوي.

مقاله لیکي چې که د طالبانو اکثريت مشرتابه د ولسمشر غني له حکومت سره د سولې موافقه ونه کړي، د پاکستان اعتبار له خطر سره مخامخ کيږي.

اسلام آباد به د واشنګټن او کابل له خوا تر سخت فشار لاندې شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو پر ضد عمليات وکړي.

نيويارک ټايمز بیا د طالبانو د خپلمنځي نښتو او مخالفتونو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې نيويارک ټايمز ليکي چې ترڅو مياشتو مخالفتونو وروسته، د طالبانو نوي مشر د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور او زوی ته په دې ډله کې لوړې چوکۍ ورکړي دي.

مقاله لیکي چې دواړه د ملاعمر زوی ملا يعقوب او ورور يې ملا عبدالمنان مخکې د طالبانو د مشر په توګه د ملا محمد اختر منصور له ټاکل کېدو سره مخالف وو.

نورو طالب مشرانو پر ملا منصور تور پورې کړی چې د ملا عمر د مړينې خبر يې تر دوو کلونو پورې پټ ساتلی وو او غوښتل يې پر طالبانو خپل تسلط زيات کړي.

مقاله لیکي چې پر ملا منصور له انتقاد وروسته ملا منان او ملا يعقوب څو مياشتې چپ پاتې شول.تېرکال د ملا منصور دادالله په نامه د طالبانو يو مشر چې د ملا اختر منصور مشري يې نه قبولوله، په زابل کې له خپلو کسانو سره يو ځای د درنې نښتې په پايله کې ووژل شو.

مقاله لیکي چې د طالبانو د جلا شوي ډلې يو بل مشر ملا رسول د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ له خوا بندي شوی دی.

مقالې د ملا رسول د وياند ملا عبدالمنان نيازي له خولې لیکلي چې د ملا منصور کسان په هلمند کې جلا شوي طالبان په نخښه کوي.

XS
SM
MD
LG