ایا حقاني شبکه په افغانستان کې د جګړې مشري اخلي؟ د وسله والو طالبانو د مرستیال مشر په توګه د دې شبکې د مشرسراج الدین حقاني له ټاکلو او د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو د هواري لپاره د حقاني له وروستیو هڅو داسې انګېرل کېږي چې دغه شبکه د افغانستان د دولت پرضد جګړه کې خپل رول پیاوړی کوي.
د افغانستان په جګړه کې د حقاني شبکې چې ویل کېږي مرکز یې په پاکستان کې دی، رول له هغې وروسته پیاوړی شو چې د طالبانو نوي مشر د دې ډلې مشر سراج الدین حقاني خپل مرستیال وټاکه.
دغه راز د طالبانو د مشرتابه په لیکو کې د حقاني نفوذ وروسته له هغې زیات شوی چې د طالبانو د خپل منځني اختلافاتو د هواري هڅې یې کړي دي.
د اسوشیېټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې حقاني شبکه چې امریکا تروریستي ډله نومولې، کولای شي طالبان ډېر پیاوړي کړي او په افغانستان کې سږ دوبی هم د جګړو تنور ګرم وساتي.
د طالبانو د پیاوړي کېدو یوه نښه هم د کابل د تېرې میاشتې حمله وه چې ۶۴ کسان په کې ووژل شول، کارپوهانو دا داسې یوه پرمختللې خونړۍ حمله بللې چې په وینا یې هغه له حقاني شبکې پرته وسله والو نشوای ترسره کولای.
د اسوشیېټیډ پرس په لیکنه دغې پېښې د کابل او اسلام اباد په لانجمنو اړیکو کې کړکېچ لازیات کړ.
افغانستان له پاکستانه غواړي چې حقاني شبکه وځپي او اسلام اباد تورنوي چې د دې ډلې فعالیت زغمي خو پاکستان بیا دا تور ردوي.
د طالبانو د مشرانو د یوې غونډې په اړه صوتي پیغام چې اسوشیېټیډ پرس ترلاسه کړی، پرطالبانو د حقاني ډلې د نفوذ یوتصویر ورکوي.
په دغه غونډه چې په یوه نامعلوم ځای کې جوړه شوې، د طالبانو نوی مرستیال مشر سراج الدین حقاني د غونډي ګډونوالو ته وایي چې خپل منځني اختلافات یوې خواته کړي او د دښمن په وړاندې پرجګړې تمرکز وکړي.
د اژانس په وینا په دغه صوتي پیغام کې د حقاني غږ پېژندل شوی چې دغه څرګندونې د هغه دي.
د طالبانو د مرستیال مشر په توګه د سراج الدین حقاني له ټاکلو ښکاري چې د طالبانو په مشرتابه کې د دغې ډلې مستقیم رول په زیاتیدو دی.
حقاني شبکې چې څوکاله مخکې یې له طالبانو سره خپل پیوستون اعلان کړی و، تر ډېره يې په خپلواکه توګه فعالیت مخ ته وړی دی.
ویل کېږي چې دغه ډله به په زرګونو وسله وال لري او د کلونو په تېرېدو سره لیدل شوي چې دغې ډلې چی د پاکستان د استخباراتو له مرکزي ادارې ای اس ای سره نږدې اړیکی لري، له طالبانو سره ډیره مرسته کړې ده.
د واشنګټن د ودرو ویلسن په نړیوال تحقیقاتي مرکز کې څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، یوازي یوه منبع نه ده چې حقاني پیاوړي کوي بلکې درې مسلو ته باید پام وشي، په خپله د دې شبکې وسله وال، له پاکستان سره یې د اړیکو پالنه او د خلیج له هېوادونو سره اړیکې.
د اسوشیېټیډ پرس په لیکنه د طالبانو د مشرانو په غونډه کې سراج الدین حقاني پر ټولو طالبانو غږ کوي چی د ګډ دښمن چې هغه بهرني کافران دي، په وړانډې یوموټی شي.
د طالبانو یوه مشرد خپل نوم نه ښودلو په شرط اسوشیېټیډ پرس ته ویلي چې حقاني د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو د له مینځه وړلو لپاره هم ډېره هڅه کړې ده.
هغه ویلي، حقاني لومړی د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقبوب او د هغه ورور ملا عبدالمنان عمري له ملا محمد منصور سره یوځای کړل او وروسته یي په هلمند کې د طالبانو پیاوړي قوماندان قیوم ذاکر ته قناعت ورکړ چې د منصور ملاتړ وکړي.
حقاني په دې توګه د طالبانو ډېر اختلافات هوار کړي دي.
په اسلام اباد کې د جناح څېړنیز انسټیټوټ پروګرام جوړونکي او کتونکي فهد همایون چې د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري، هم له دې خبرې سره موافق دی چې حقاني د اختلافاتو په هواري کې مهم رول لوبولی دی.
د کابل له خونړۍ حملې وروسته افغان ولسمشر وویل، نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي بلکې اسلام اباد باید طالبان له خاورې وباسي او د حقاني شبکې په وړاندې جګړه مخ ته یوسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ورته غوښتنه له اسلام اباده کړې ده.
اسلام اباد وایي، دغه شبکه یې په خپل قوي مرکز شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ځپلې او د هغې ډیرتاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
یو شمېر کارپوهان وایي، که حقاني له پاکستانه وایستل شي او افغانستان ته واستول شي، د اشرف غني د حکومت او افغان ځواکونو لپاره به ډېرسرخوږی جوړ کړي.
د واشنګټن د ودرو تحقیقاتي انسټیټوټ څېړونکی ښاغلی کوګلمن وایي، دی ګومان نه کوي چې د افغانستان حکومت به په یوازې توګه د دغې شبکې په وړاندې ودرېږي.
دی وایي، حتي ډاډه نه دی چې دغه شبکه به د بهرنیو محارب ځواکونو په مرسته هم وځپل شي.