د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي؛ پاکستانيو ځواکونو د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پوځي عملياتو په اوږدو کې حقاني شبکه ځپلې؛ د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى او په خبره يې چې دا شبکه اوسمهال د پاکستان په پرتله په افغاستان کې ډېره پياوړې او فعاله ده.
عزيز دا څرګندونې اسلام اباد ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې تر سفر يوه ورځ وروسته؛ پاکستان ته د جرمني د بهرنيو چارو د وزير فرانک والټر شټاين مایر د سفر په ترڅ کې يوې ګډي خبري غونډې ته د وينا پر مهال کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته راغلى و؛ پر همدې ورځ د پاکستان له صدرعظم او نورو چارواکيو سره وليدل او د افغانستان په ګډون يې ورسره په يو شمېر سيمه ييزو او نړېوالو موضوعاتو خبرې و کړې.
والټر شټاين مایر د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار سره تر ليدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وويل؛ پاکستان او افغانستان ته په کار دي چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره شريک کار وکړي.
په عين حال په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز غونډې ته په وينان کې وويل چې له خپل الماني سيال سره يې د افغانستان په ګډون د سيمې په مهمو مساېلو خبرې کړي او هغه ته يې ډاډ ورکړى چې پاکستان له ټولو ګاونډيو سره د برابرۍ او متقابل احترام پر بنياد اړيکي غواړي.
عزيز د امريکا او نړېوالو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې وايي؛ پاکستانيو ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال حقاني شبکه نه ده ځپلې؛ وويل، پاکستانيو پوحيانو په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو ملا ماته کړې او د حقاني شبکې په ګډون يې ټول ترهګر ځپلي دي:
((د حقاني شبکې په اړه پوښتنه يوه ډېره محدوده مساله ده او دا په ځمکني حقيقت پورې اړه لري. په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې زير بنا، د بم جوړونې فابريکې، د هغوى نېټ ورک او نورې وړتياوې ځپل شوي او کومځواک چې يې دلته پاتې دى؛ هغه يې په افغانستان کې د ځواک په پرتله ډېر محدود او لږ دى.
که چېرې دا شبکه په کومه پېښه لاس لري؛ نو د دې تصديقول ډېر ستونزمن دى چې آيا دوى دا کار له دې ځايه ترسره کړى که له افغانستان نه دننه؟
بل لورى اوس هم دا انګېري چې حقاني شبکه لا هم دا ځواک لري چې ټولې چارې له دې ځايه کنټرول کړي؛ خو زموږ موقف دا دى چې دا مهال د حقاني شبکې ځواک د دې ځاى په پرتله په افغانستان کې ٨٠ -٩٠ فيصده زيات دى.))
عزيز د دې ترڅنګ دا ادعا وکړه چې په قبايلي سيمو کې يې پوځي عمليات دوام لري او په نيږدې ورځو کې به په دې سيمو کې د حقاني شبکې پاتې ځواک او وړتياوې هم له منځه يوسي.
له بلې خوا بيا که څه هم د جرمني د بهرنيو چارو وزير د ترورېزم ضد جګړې او د دې پديدې په مخنيوي کې د پاکستان هڅې وستايلې؛ خو د دې ترڅنګ يې وويل، په اوس وخت کې د دې اندازه لګول ستونزمن دي چې پاکستان حقاني شبکې ته څومره زيان رسولى؟
عزيز په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې د ځپلو ادعا په داسې وخت کې کړې چې د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزان رايس پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له دې هېواده پر افغانستان د بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې او له سياسي او پوځي مقاماتو يې غوښتي چې د حقاني شبکې پر ضد دې کلک اقدامات وکړي.
د پاکستان حکومت همداراز تر هغې وروسته د حقاني شبکې د ځپلو ادعاوې زياتې کړي چې امريکا دې هېواد ته د ترورېزم د مخنيوي په لړ کې د متحدينو د ملاتړ په نامه ورکوونکې ميليونونه ډالر مرسته ځنډولې او دا يې د حقاني شبکې پر ځپلو مشروط کړې.
که څه هم د جرمني د بهرنيو چارو وزير خبري غونډې ونه ويل چې له پاکستانيو چارواکيو سره يې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د ځنډېدلې لړۍ په اړه خبرې کړي که نه. خو نوموړي کابل ته د خپل سفر پر مهال ويلي وو چې اسلام اباد ته به د خپل سفر پر مهال له پاکستانه وغواړي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې خپله ونډه ادا کړي.
راپور: ذبيح شفق