د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا مهال حقاني شبکه په ټول افغانستان کې د طالبانو د جګړو قومانده پرغاړه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند که څه هم داعش، القاعده او طالبان ګواښونکې ډلې وبللې خو وايي د افغانستان امنیت ته جدي تهدید حقاني شبکه ده چې دا مهال د طالبانو مشرۍ هم کوي.
که څه هم د حقاني شبکې او طالبانو ترمنځ د نږدې اړیکو موجودیت نوې خبره نه ده خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې حقاني شبکه د طالبانو د رهبرۍ ټول مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ملي دفاع وزارت له ویاند دولت وزیري سره د دوشبنې په ورځ په کابل کې د خبرې ناستې پرمهال وویل چې فعلًا په افغانستان کې د طالبانو د قوماندې مشري حقانې شبکې پر غاړه اخیستې ده.
هغه زیاته کړه:
"فعلاً د طالبانو د قوماندې ټول مسؤلیت حقاني پر غاړه اخیستی، حقاني القاعده دا ټول یو دی اما په مختلفو نومومونو او په بېلابېلو شبکو کې فعالیت کوي، له بده مرغه اصلي ګواښ هم همدوی دي نو ددې لپاره دغه موضوع زموږ د ټولو امنیتي بنسټونو او د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې کاملا واضح ده"
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغان امنیتي چارواکو د معلوماتو پراساس په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله هم حقاني شبکې تنظیم کړې وه.
موده وړاندې د کابل د امنیت رئیس هم ویلي حقاني شبکه چې له پولې اخوا د ځینو استخباراتي کړیو ملاتړ هم له ځان سره لري په افغانستان پېچلي او خونړي بریدونه پلانوي.
له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د فاع وزارت بیا وايي په روان زیږدیز کال کې به د وسله والو د ځپلو لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي.
ددغه وزارت ویاند دولت وزیري چې له ښاغلي صدیقي سره یې په ګډه خبرې ناسته خبرې کولې وویل افغان ځواکونه هره ورځ د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په څېر په ورځ کې له ۵۰- تر ۱۸۰ هوايي پوځي او اکمالاتي پروازونه کوي.
ښاغلی وزیري وايي هوايي بریدونه خورا ګټور تمام شوي او په دې برخه کې دفاع وزارت له پرمختللو وسایلو هم برخمن دي.
هغه زیاته کړه
"سږ کال خو موږ په ښه حالت کې یو مورال مو هم لوړ دی، قوتونه مو هم ډېر دي دا اوس تاسو وګورۍ زموږ هوايي ځواکونو د ۸۰ ډېر پروازونه کړي دي، هوايي قوا چې ډېره پیاوړي هم وي د ورځې له ۱۰۰- تر ۲۰۰ پروازونه نه شي کولای خو زموږ هوايي قوايي هره ورځ له پنځوسو تر یوسلو پنځوسو تر یو سلو اتیاوو محاربوي او اکمالاتي پروازونه کوي."
د دفاع وزارت ویاند که څه هم دا مني چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وسله والو تحرکات ډېر شوي خو تاکید کوي چې د طالبانو عمري عملیات ناکامه شوي دي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویان وايي پر افغانستان جګړه تحمل شوي خو که افغان ولس د خپلو امنیتي ځواکونو تر شاه ودریږي هرو مرو به په روانه جګړه کې بری د افغان ولس او امنیتي ځواکونو په برخه شي.
راپور: محمد حدیث پردېس